د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

جرمني: د طالبانو لخوا د " جي آی زيټ" د نیول شویو ۴ کارکوونکو د خوشې کېدو هڅه کوو


د GIZ موسسې د مرکزي دفتر لوحه
د GIZ موسسې د مرکزي دفتر لوحه

د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت وايي، طالبانو د دې هېواد اړوند د یوې مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي.

د دې وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی د نړیوالې همکارۍ لپاره د جرمني موسسې یا "GIZ" د څلورو تنو نیول کېدل تاییدوي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د دې کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه دوی ته رسمي معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویاند دا هم وویل چې دوی دا موضوع په جدي توګه څاري او له ټولو لارو د دې کسانو د خوشې کېدو په اړه هڅه کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د نړیوالې همکارۍ لپاره د جرمني موسسه یا "GIZ" یو دولتي بنسټ دی چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې په اقتصادي پراختیا، کارموندنې، سولې، امنیت، چاپیریال ساتنې او د انرژۍ په برخو کې فعالیت کوي.

بل‌خوا د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي، دا ډول نېونې له افغانانو سره د مرستو په بهیر منفي اغېز کوي او که دوام وکړي، په افغانستان کې به مرستندویه موسسې له خپلو چارو ستړې کړي.

د اقتصادي مسایلو پوه پوهاند عبدالبشیر دودیال وایي:

" که وضعیت همداسې روان وي چې اوسني واکمن موسسې یوه په بل پسې تړي او له کارکوونکو یې پوښتنې کوي، دوی زړه توري کېږي. اړتیا ده چې موږ دوی پرته له دې چې په فعالیتونو یې شک وکړو، وهڅوو، ځکه خلک له ډېرې بې‌‌وزلۍ سره مخ دي او د ژمي په راتلو سره د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې شوي دي. "

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر بې‌وزلي افغانان هم وايي، د خیریه موسسو مرستو ته اړتیا لري او باید د هغوی په چارو کې لاس‌وهنه ونه شي.

په افغانستان کې ورځ تربلې د فقر د زیاتیدو او نړیوالو مرستو ته د اړتیا ډېریدو خبرونه ورکول کیږي
په افغانستان کې ورځ تربلې د فقر د زیاتیدو او نړیوالو مرستو ته د اړتیا ډېریدو خبرونه ورکول کیږي

د کابل اوسېدونکی محمد‌الله وایي:

"له سړکونو بوتلونه راټولوم او همدا مې کار دی. هره ورځ که پنځوس یا هم سل افغانۍ پیدا کړم، ځان نېک‌بخته حسابوم او که نه‌شي پیدا ډېره سخته ده. بې‌روزګاره یم او مرستې هم‌ نه‌شته. ډېرو ستونزو سره مخ یم، الله دې په ملت رحم وکړي. "

د کابل اوسېدونکې شبانې بیا ازادي راډیو ته وویل:

"شپه و ورځ مو په فقر او بې‌وسۍ کې تېرېږي. یوه بورۍ اوړه اخلوو، حیران یوو چې غوړي اوس له کومه کړو. زما په څېر افغانستان کې زرګونه خلک له دې برخلیک سره مخ دي. مه کوۍ افغانستان له دې مه خرابوۍ. "

د "جي‌ای‌زیډ" دا څلور کارکوونکي داسې مهال نیول کېږي چې اوچا د تلې په میاشت کې ویلي وو، روان کال په افغانستان کې د بشري مرستو رسوونکو ۱۱۳ کارکوونکي نیول شوي دي.

له دې وړاندې د زمري په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دانیل انډرس ویلي وو، په افغانستان کې د بشري مرستو رسوونکي په ډېر شمېر هدف ګرځول شوي او یوازې په تېرو دوو وروستیو کلونو کې د خیریه موسسو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي دي.

له دې وړاندې هم راپورونو کې ویل شوي چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز سره یو ډېر شمېر خیریه موسسو په افغانستان کې خپلې چارې بندې کړي او یا هم ځنډولي دي، هغه هم داسې مهال چې په دې هېواد کې ۲۹،۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG