د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

تاجیکستان کې هرات امنیتي کنفرانس؛ سپنتا: د طالبانو له لاسه زرګونه لوستي خلک جلا وطنه شوي یا وژل شوي او بندیان دي


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار، رنګین دادفر سپنتا
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار، رنګین دادفر سپنتا

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زرګونه لوستي خلک د وطن پرېښودو ته اړ شول او زرګونه نور بندیان او شکنجه شوي دي.

هغه دا خبره د هرات امنیتي کنفرانس په یوولسمه غونډه کې چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاسیونو په کې ګډون کړی او د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې روانه ده؛ وکړه.

ښاغلی سپنتا که څه هم واک ته د طالبانو رسېدل د جمهوري نظام ناکامي او په نړیواله کچه د نویو سټراټیژیکو غوښتنو پایله بولي، خو له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د وضعیت د سمون په اړه د همکارۍ غوښتنه هم کوي.

نوموړي دغه کنفرانس ته د وینا پر مهال زیاته کړه:

"د افغانستان د خلکو درد د خپلواکۍ، قانوني حکومت، سیاسي او ټولنیز امنیت او د اقتصاي پرمختګ، فرهنګي، قومي او ژبني برابرۍ نه لرلو درد دی. "

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه، خو تر دې مخکې دا ډول ادعاوې رد کړي او د افغانانو د حقونو په خوندیتوب او د خپل حکومت په ټول‌شمول والي یې ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت بخوانی رئیس - رحمت الله نبیل ( تصویر له ارشیفه )
د افغانستان د ملي امنیت بخوانی رئیس - رحمت الله نبیل ( تصویر له ارشیفه )

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل ادعا وکړه چې طالبان تاکتیکي اټومي وسلو ته د لاس‌رسي څرنګوالی ارزوي.

هغه وویل، کېدای شي طالبان دا وسلې له پاکستانه ترلاسه کپي او یا یې هم جوړونکو ته پیسې ورکړې.

د افغانستان دې پخواني لوړ پوړي استخباراتي چارواکي دا هم وویل، په سیمه او نړۍ کې له دې سره - سره چې ډېرو ویل طالبان بدل شوي او د هغوی سپیناوی یې کاوه، خو په ټکو یې ثابته شوه چې طالبان نه‌دي بدل شوي.

ښاغلي نبیل زیاته کړه، په سیمه کې د طالبانو د پېژندنې په اړه یو لید او اجماع نه‌شته.

نبیل زیاته کړه:

"په سیمه کې یو شمېر مشخص هېوادونه هڅه کوي چې وښيي طالبانو تغییر کړی. هغه څه چې سیمه او نړیواله ټولنه وايي، د طالبانو یو متفاوت تصویر دی. "

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تېره کې دا څیرې ازمایل شوې بللي دي او په خبرو یې له تبصرې ډده کړې ده.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ هم د هرات امنیتي کنفرانس له ویناوالو څخه و
د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ هم د هرات امنیتي کنفرانس له ویناوالو څخه و

د هرات امنیتي کنفرانس کې بیا د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ له طالبانو سره د مبارزې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی د وسلې په زور راغلي او باید د وسلې په زور بېرته وشړل شي.

د طالبانو حکومت په دې اړه هم تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

د هرات امنیتي کنفرانس په څنډه کې یو بل بحث په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید و.

دې پنل ته په خبرو کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ وویل، په افغانستان نجونې او ښځې د ژوند له ټولو برخو ویستل شوي دي او په حقیقت کې جنسیتي اپارتاید عملي شوی دی.

هغې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په اړه د نړیوالو په اوسني پڅ دریځ هم نیوکه وکړه.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ بیا د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو پر نقض نیوکې وکړې.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ بیا د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو پر نقض نیوکې وکړې.

مېرمن بارکزۍ وویل:

"یوازې جنسیتي اپارتاید نه‌دی چې موږ یې محدودې کړې یوو، ستاسې چوپتیا له ټولو بدتره ده. کله چې زه د ملګرو ملتونو په غونډو کې یم، ګورم چې هېوادونه ډېر عالي بیانیې ورکوي، خو کله چې هلته د رایې ورکولو وخت راځي؛ ګورم چې له موږ سره هیڅوک نه‌شته. "

خو د طالبانو حکومت مخکې په وار وار ادعا کړې، چې دوی د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونه ورکړي دي.

د هرات امنیتي کنفرانس چې د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ له‌خوا جوړ شوی، سبا به هم دوام وکړي.

د کنفرانس له پیل وړاندې د دې ډیالوګ بنسټ اېښودونکي داوود مرادیان د ازادۍ راډیو تاجیکي څانګې ته ویلي وو، د یو شمېر افغان سیاسیونو او پخوانیو چارواکو په ګډون نږدې ۱۵۰ کسان دې غونډې ته بلل شوي دي.

مرادیان دا هم ویلي وو چې دوی طالبانو ته د یوې ډلې په توګه بلنه ورکړې وه، خو ځواب یې نه‌و ورکړی.

دا کنفرانس واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې په افغانستان کې کېده، خو دا دویم ځل دی چې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې نیول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG