د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د هرات امنیتي ډیالوګ ۱۱مه ناسته؛ امنیتي، بشري مرستې او د ښځو حقونه یې د بحث مهم موارد یاد شوي


ارشیف: د هرات امنیتي ډیالوګ د لسمې ناستې یو انځور
ارشیف: د هرات امنیتي ډیالوګ د لسمې ناستې یو انځور

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه نن او سبا 'د نومبر ۲۷مه او ۲۸مه' د هرات د امنیتي ډیالوګ د یوولسمې دورې کوربه دی.

د 'هرات امنیتي ډیالوګ' د یوولسمې ناستې تنظیموونکي وايي چې د افغانستان پر اوسنیو امنیتي ګواښونو او تراژيدیو، جنسیتي تبعیض او پر وړاندې یې په مبارزې، بشري مرستو او اغېزو، د ګاونډیانو په رول، اسلامي تمدن او فرهنګي مسایلو بحث کوي.

داوود مرادیان، چې د هرات د امنیتي ډيالوګ له بنسټګرانو او د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر دی د ازادي راډيو تاجکي څانګې ته ویلي چې شاوخوا یو نیم سل کسان د افغان څېرو په شمول دغې غونډې ته بلل شوي.

مرادیان ونه ویل چې کومې افغان څېرې ورغوښتل شوي، خو د طالبانو ضد یو شمېرې څېرې له هغې ډلې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، جهادي رهبر اسماعیل خان او ځینې نور یې له ممکنه ګډونوالو بلل کېږي.

مرادیان زیاته کړې چې دوی طالبانو ته هم د یوه حکومت په توګه نه بلکې د یوه سیاسي حرکت په توګه په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې خو تر اوسه یې څه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

داوود مرادیان
داوود مرادیان

د هرات امنیتي ډیالوګ تنظیموونکي وايي چې د کومې سیاسي ډلې استازیتوب نه کوي او یواځې د افغانستان په اړه د نظر څرګندولو لپاره یو پلیټ فارم برابروي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت لا هم د پخواني نظام د سفیر محمد ظاهر اغبر له خوا اداره کېږي.

د اغبر همکارانو ازادي راډیو ته تایید کړې چې یو شمېر سیاستوال دې غونډې ته د ګډون لپاره دوشنبې ته رسېدلي.

محمد ظاهر اغبر
محمد ظاهر اغبر

اغبر په خپله د طالبانو ضد څېرو څخه ګڼل کېږي او وخت په وخت یې د طالبانو د حاکمیت پر ضد کلکې نېوکې کړي دي.

د هرات د امنیتي ډیالوګ د یوولسمې ناستې په رسمي بیانیو کې بیا ویل شوي چې تمه ده د امریکا او اروپايي هېوادونو په شمول د سیمې او نړۍ د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په شمول د څلورو سازمانونو استازي دې غونډه کې برخه واخلي.

هرات امنیتي ډیالوګ له ۲۰۱۲ کال راهیسې پيل شوی او د افغانستان اړوند سیاسي او امنیتي بحثونه یې عمدتاً د چارو له مخکښو شننونکو او سیاستوالو سره تر بحث لاندې نیولي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دې ډيالوګ اکثر غونډې یا په انلاین یا هم په بهرنیو هېوادونو کې تنظیمې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG