د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

صالح: پاکستان باید د طالبانو شړل شوي رژیم له ملاتړه لاس واخلي


د ملي امنیت پخوانۍ رییس امر الله صالح وایي؛ پاکستان باید د افغانستان په موضوع کې یوازې د کابل له حکومت سره خبرې وکړي؛ نه د طالبانو له تبعید شوي رژیم سره.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانۍ رییس امر الله صالح وایي؛ پاکستان له افغانستان سره په جګړه کې دی او تل یې هڅه کړې څو د افغان حکومت د وسله و الو مخالفینو په ملاتړ سره پر کابل خپل حاکمیت ټينګ کړي.

ښاغلي صالح د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیالوګ د څلورمې ناستې پر مهال چې د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه؛ وویل، چې اسلام آباد باید د افغان حکومت د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او یوازي له کابل سره د ستونزو د حل کولو لپاره خبرې وکړي:

"په افغانستان کې یوه عامه پوښتنه دا ده چې تاسو یا باید افغان امنیتي ځواکونه وروزئ یا هم د حقاني شبکې غړي؛ نه شی کولای دواړه یو وخت وروزی. لطفاً د طالبانو د تبعید شوي حکومت له پېژندلو لاس واخلئ او یوازې له کابل سره معامله وکړئ."

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي او د یوناما مشر نیکولاس هیسم غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان پر ګاونډیو غږ وکړ چې د سولې په پروسه کې د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان په یو ستونزمن ګاونډیتوب کې موقعیت لري او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته اړ دي.

د غونډې بل ګډونوال او د کابل لپاره د چین سفیر یاو جینګ چې هېواد یې د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې ناستي غړی دی وویل؛ چین له افغانستان او پاکستان دواړو سره دوستانه اړیکې لري او دواړه خپلو کې اعتماد جوړونې ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې د آسانتیاو د برابرولو په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.

اخوا کابل ته د پاکستان له خوا د راغلي پلاوي مشر فصیح بخاري چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پخوانۍ مشر و؛ وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه انتخابي حکومتونه لري او اړتیا شته چې د حکومتونو د پیاوړتیا لپاره کار وشي.

ښاغلي بخاري وویل، د موجوده ستونزو د لرې کولو لپاره باید په سیمه کې له شته فرصتونو استفاده وشي:

"دا معلومه خبره ده چې امنیتي اړخ مهم دی؛ خو اقتصادي برخه، د خلکو تر منځ اړیکې او د قانوني حکومتونو تقویه کول هغه څه دي چې موږ باید اوس ورباندې تمرکز وکړو."

په دغه غونډه کې چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا رابلل شوې وه؛ د یو شمېر افغان چارواکو تر څنګ د ولسي جرګې غړیو او کارپوهانو او همدا راز د پاکستان له لورې یو شمېر پخوانیو پوځي او ملکي چارواکو؛ مدني فعالانو او خبریالانو برخه لرله.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیالوګ د لړۍ لومړۍ او درېیمه غونډه تېر میلادي کال په اسلام آباد کې او دوهمه یې د همدې کال په ترڅ کې د افغانستان په هرات ښار کې وشوه.

XS
SM
MD
LG