د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

پاکستان د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلانوي


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر وايي، له دې هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو بهیر به له جنورۍ وروسته اعلان شي.

د پاکستان حکومت وايي، له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو په اړه څرګندونې وکړې.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې د افغانستان کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې، وویل، اوس افغانان کولای شي خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه دا ادعا هم وکړه چې ترهګر د افغانستان په خاوره کې پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي، هغه ادعا چې د طالبانو چارواکو تل رد کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د دې پرېکړې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تر دې مخکې یې له یو شمېر نورو رسنیو سره په خبرو کې له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت دغه اقدام غیر قانوني بللی و.

نوموړي ویلي چې دوی د پاکستان دغه کړنه غندي، خو د افغان کډوالو منلو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او تراوسه یې لسګونه زره تنه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیسو پلټنې پیل کړې دي. 17 November 2023
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیسو پلټنې پیل کړې دي. 17 November 2023

خو په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او نورو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، د پاکستان د حکومت دې پرېکړې اندېښمن کړي دي.

د دوی له ډلې احمد افغان ازادي راډیو ته وویل، دوی د پناه غوښتنې دوسیو ته د بیا کتنې لپاره انتظار باسي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي نو له امنيتي ستونزو سره به مخ شي.

هغه وویل: "د دغه اعلان اورېدو سره سم هغه افغانان چې دلته اوسېږي او خپلو کېسونو لپاره منتظر دي، په روحي او رواني ناروغيو اخته شوي دي، حتی نه‌پوهېږي چې څه بايد وکړي، له‌‌ بده‌مرغه زموږ د کيسونو د پروسس بهير هم ځنډنی دی."

په پاکستان کې یوه بله افغان کډواله شاکره اسلمي هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، هغه کډوال چې په ډېرو ستونزو سره یې ویزې او د اوسېدو نور اسناد ترلاسه کړي، باید ونه ایستل شي.

هغه وايي: "موږ له ویزې او پاسپورټ سره د پاکستان خاورې ته ننوتو. اوس پاکستان پر موږ بندیزونه لګولي چې باید له دغه هېواده ووځو. موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د دې غمیزې مخه ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کډوال او په کراچۍ ښار کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منیزه کاکړ ادعا کړې چې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې قانوني اسناد او یا هم د کډوالۍ کارتونه لري د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.

له پاکستان څخه د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له غبرګون سره مخ شوی دی، خو پاکستان په دې برخه کې په وار وار له خپلې دغه پرېکړې دفاع کړې او دا یې د پاکستان د امنیت لپاره مهم اقدام بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې بیا د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته؛ ډېری افغانان د پاکستان او ایران په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي او دا مهال له دغو دوو هېوادونو څخه د هغوی د ایستلو لړۍ روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG