د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د ماشومانو ملاتړ ټولنې د افغان کډوالو کمپونو کې د ساري ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه وښوده


له پاکستانه افغانستان ته د راستانه کړای شویو افغان کډوالو یو کمپ. دغه کمپ تورخم کې د نړیوالو په مرسته جوړ شوی دی.
له پاکستانه افغانستان ته د راستانه کړای شویو افغان کډوالو یو کمپ. دغه کمپ تورخم کې د نړیوالو په مرسته جوړ شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ ټولنه د هغو افغان کډوالو په کمپونو کې چې له پاکستانه راستانه شوي د ساري ناروغیو د زیاتېدو له کبله اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو د ملاتړ ټولنه یا سیف ده چیلډرن وايي، زرګونه افغان کډوال چې په وروستیو څو اونیو کې له پاکستانه راستانه شوي، د تنفسي ناروغیو او نس ناستې په څېر له سختو ناروغیو سره لاس ګرېوان دي چې د دې ټولنې په وینا په چټکۍ سره د سرایت په حال کې دي.

دې ټولنې په یوه بیان کې چې پرون جمعه خپور شو ویلي چې تېره میاشت د سیف ده چیلډرن په کلینیکونو کې د سختو تنفسي ناروغیو ۳ زره او په نس ناسته یا اسهال اخته ۱۲ سوه ماشومان ثبت شوي دي.

په بیان کې له دوړو او خاورو سره نږدې‌والی او په لوغړنو کورونو کې استوګنه په راستنو شویو کډوالو کې د سختو تنفسي ناروغیو احتمالي دلیل بلل شوی او ویل شوي، دېری کورنۍ په هغو بار وړونکو موټرو کې هېوادته راستنېږي چې ډېره ګڼه ګوڼه په کې وي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د ټولنې مشر ارشاد ملک ویلي چې له پاکستانه په راستنو شویو افغان کډوالو کې د سختو تنفسي ناروغیو سرایت د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړی زیاتوي چې ښایي په ډله‌ییز ډول د کډوالو له راستنېدو سره په تېره د کورنیو او نجونو لپاره د څښاک د اوبو او د روغتیايي امکاناتو د برابرولو په برخو کې ننګونې تر دې هم زیاتې شي.

بل خوا د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې له پاکستانه د ژمي په درشل کې د شاوخوا دوه میلیون بې اسناده کډوالو ایستل به خورا ډېرې ستونزې رامنځته کړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي

عزیزي پاکستان ته د سفر پر مهال رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دومره ډېر شمېر افغانانو راستنول د طالبانو د حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده.

هغه وايي: : "دا د لسو- سلو کسانو خبره نه ده. د شاوخوا اولس- اتلس لکه خلکو خبره ده. دا کار به بې له ستونزو نه وي. ژمی په درشل کې دی. زه باور لرم چې کډوال هم له خورا ډېرو ستونزو سره لاس ګرېوان دي. د دوی د دارو درملو او روغتیا خبره، د خوړو، د ژمي او سړو خبره، نور ډېرې ستونزې مو په مخکې دي. دا د امارت لپاره یوه لویه ننګونه ده."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، د راستنېدونکو کډوالو په سلو کې اتیا ښځې او ماشومان دي، په هرو څلورو کډوالو کې یو له پنځو کلونو کم عمره ماشوم شته او په سلو کې له شپېتو زیات له اولسو کلونو لږ عمر لري.

د دې ټولنې په وینا ډېری راستنېدونکو کورنیو ویلي چې د استوګنې لپاره ځای او د خوړو لپاره پیسې نه لري او اوسمهال په موقتي استوګنځایونو کې په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي.

له بلې خوا د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' پرون وویل چې د ژمي په درشل کې له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو راستنېدل به د افغانستان روان لوی بحران نور هم ژور کړي.

د پاکستان حکومت د اکټوبر میاشتې ترپایه بې اسناده افغان کډوالو ته مهلت ورکړ چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي، که نه په جبري ډول به وایستل شي.

د نومبر په لومړۍ نېټه د دې مهلت له پای ته رسېدو سره سم خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر پیل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG