د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

کاکړ: له افغانستان سره ستونزه هلته د مشروع حکومت په جوړېدو حل کېدای شي


د پاکستان موقت حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ
د پاکستان موقت حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ

د پاکستان موقت حکومت صدراعظم وايي، له افغانستان سره ستونزه به هغه مهال حل شي چې په کابل کې د هغه په وینا یو مشروع حکومت رامنځته شي.

انوارالحق کاکړ د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۱۶مه په اسلام‌اباد کې د مارګلې ډیالوک په نوم غونډې ته د وینا پر مهال د دې څرګندونو سربېره له پاکستان څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې دفاع هم وکړه.

ده 'ټي‌ټي‌پي' یا د پاکستان د طالبانو تحریک ته په اشارې وویل چې غیرحکومتي عوامل د پاکستان امنیت ګواښي.

کاکړ زیاتوي: "پاکستان د غیردولتي عواملو له ګواښ سره مخامخ دی. موږ په دې پوهېږو او دې ستونزې ته د یوه مناسب ځواب لپاره تیاري نیسو. موږ په ټول پاکستان او په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د مذهبي او قومي سخت‌دریځۍ په اړه یوه حل‌لار لټوو. موږ په دې برخه کې بهرنۍ مرستې ته اړتیا نه‌لرو. پاکستان خپلې ستونزې په خپله هوارولی شي."

له دې وړاندې د پاکستان پر سرپرست صدراعظم سربېره یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې ټي‌ټي‌پي یا د پاکستان د طالبانو تحریک ته‌يې په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی.

خو د طالبانو حکومت بیا تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړي دي.

په پاکستان کې یو شمېر شنونکي وايي چې د موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ څرګندونو حیران کړي دي.

دوی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته داسې انګېرل کېده چې د پاکستان اړیکې به له افغانستان سره تر بل هر وخت ښې شي.

په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان غړي
په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان غړي

په اسلام‌اباد کې د پوهنتون د سیاسي علومو استاد پروفیسر اعجاز خان وايي: "زموږ بهرنۍ پالیسي پر سیاسي ذهنیت یا دیپلوماسۍ ولاړه نه‌ده، د پوځ په خوښه ده. د دوی پالیسي له افغانستان سره د دوستۍ پر ځای تل دا ده چې څنګه افغانستان تر کنټرول لاندې راولو، خو نه‌کنټرولېږي، که طالبان وي یا بل څوک واک ته ورسېږي، ورسره دوستي ګرانه ده، نو دښمني ورسره پیل کړو. د مشروع حکومت په اړه د کاکړ خبره ډېره حیرانوونکې ده. دا خلک خو تر پرونه اتلان وو، نن څنګه ناببره هر څه بدل شول."

دی همداراز وايي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر پرځېدو او د طالبانو پر واک ته رسېدو په پاکستان کې خوشحالي کېده، خو اوس د ده په وینا د دوو خواوو ترمنځ اړیکې په خرابېدو دي.

په افغانستان کې د مشروع حکومت د رامنځته کېدو په اړه د پاکستان د موقت صدراعظم د څرګندونو په اړه په پېښور کې د 'جي‌ این‌ این' تلوېزیون رییس او د سیاسي چارو شنونکی کشف‌الدین سعید وايي: "کله چې طالبان واک ته ورسېدل موږ ډېر خوشحاله وو، خوشحالۍ مو وکړې د چای پیالې مو پورته کړې. د هغه وخت څرګندونې او د نن ورځې د موقت صدراعظم خبرې ډېر توپیر لري. نه‌پوهېږم موږ په کومه خوا روان یوو او ولې د اړیکو د ښه کولو هڅه نه‌کوو؟"

د پاکستان موقت حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ دا څرګندونې په داسې حال کې دي پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او په عین وخت کې یې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په وینا د هغوی زرګونه کانټینره تجارتي مالونه ایسار کړي دي.

کتونکي د پاکستان د دې ډول اقداماتو هدف د طالبانو پر حکومت فشار راوړل بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG