د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د طالبانو د حکومت یو چارواکی: په پاکستان کې جګړه 'جهاد' نه دی


ارشیف: یو شمېر پاکستاني طالبان
ارشیف: یو شمېر پاکستاني طالبان

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی ډيپلومات وایي، د دوی ادارې پاکستان کې د جګړې پر ضد له وړاندې فتوا ورکړې او ویلې يې دي چې دا جګړه 'جهاد' نه دی.

په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ سرپرست حافظ محب الله شاکر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان جیو تلوېزیون ته دا خبره کړې، خو دا معلومات یې نه دي ورکړي چې فتوا څه وخت او د چا له خوا صادره شوې ده.

شاکر زیاته کړې، د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته تللي او هلته ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد شاوخوا دوه میاشتې مخکې ویلي وو چې د دوی دارلافتا د افغانستان له پولو بهر د جګړې په اړه فتوا ورکړې او هغه یې جهاد نه دی بللی.

هغه مهال ورته څرګندونې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم خپلو وسله‌والو ته په یوه غونډه کې وکړې، خو هغه هم د پاکستان نوم یاد نه کړ.

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد

هغه ویلي: "اوس خو د امیر امر دی، اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستان څخه بهر د جهاد لپاره ځي، جهاد یې جهاد نه بلل کېږي. دغې رساله کې تاسو وګورئ. که امیر مجاهدین له جنګ څخه بند کړي او بیا هم دوی روان وي، دغه جنګ جنګ دی، جهاد نه دی."

د پاکستان یو شمېر رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د هغه هېواد چارواکو د طالبانو له لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده څخه غوښتي چې په پاکستان کې د 'ټي ټي پي' یا تحریک طالبان پاکستان له خوا جګړه غیر اسلامي وبولي.

طالبانو بیا په ظاهره پاکستان کې د 'ټي ټي پي' له خوا د جګړې د مشروعیت یا غیر مشروعیت په اړه ښکاره څه نه دي ویلي، خو تل یې ډاډ ورکړی چې 'ټي ټي پي' ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان چارواکو د پاکستان له حکومت او مذهبي ګوندونو غوښتي وو چې د افغانستان جګړه چې طالبانو کوله، نامشروع وبولي، خو هغوی هغه مهال افغانستان اشغال او جګړه یې مشروع بلله.

ارشیف: په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو د بمي چاودنې انځور چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او مسوولیت یې پاکستاني طابانو پرغاړه اخیستی دی.
ارشیف: په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو د بمي چاودنې انځور چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او مسوولیت یې پاکستاني طابانو پرغاړه اخیستی دی.

د پاکستان چارواکو په هغه هېواد کې د 'ټي ټي پي' له خونړیو بریدونو وروسته ادعا وکړه چې د پاکستان دغه مخالف وسله وال افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دا تور رد کړی دی.

پاکستاني چارواکو د هغه هېواد په ناامنیو کې هلته د مېشتو یو شمېر افغانانو د ښکلېتیا تورونه هم پورې کړي او ویلې یې دي چې په دې اړه یې د طالبانو حکومت ته اسناد هم ورکړي دي.

په ظاهره همدا نانندرۍ د دې لامل شوې چې پاکستان په هغه هېواد کې مېشتو څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه ناقانونه کډوالو باندې کړۍ تنګه کړي او هغوی ته یې د همدې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نیټې د وتلو مهلت ورکړی دی.

د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو کارپوهانو، بشري سازمانونو او د طالبانو حکومت ناعادلانه او د کډوالۍ له کنوانسیونونو سره په ټکر کې بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG