د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د افغان پنا غوښتونکو پر وضعیت خبرې؛ درې لوړپوړي امریکایي چارواکي پاکستان ته ځي


په پاکستان کې یو شمېر مېشتې افغان کورنۍ چې امریکا ته د تلو کېسونه لري
په پاکستان کې یو شمېر مېشتې افغان کورنۍ چې امریکا ته د تلو کېسونه لري

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت درې لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته ځي، څو په دې هېواد کې د مېشتو هغو افغان کډوالو په اړه چې د متحده‌ایالاتو ویزو ته یې غوښتن‌لیکونه سپاري، له پاکستان چارواکو او نورو ادارو سره خبرې وکړي.

تمه ده چې له درېیو چارواکو څخه لومړنۍ یې(د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د وګړو او مهاجرینو چارو مرستیاله جولیتا والس نویس) نن اسلام‌اباد ته ورسېږي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په لومړۍ نېټه یوه اعلامیه کې لیکلي، اغلې نویس به د ډسمبر تر اوومې نېټې په پاکستان کې حکومتي چارواکو، غیر حکومتي او د نړيوالو سازمانونو استازو سره د هغو افغانانو په اړه خبرې وکړي چې امریکا او نورو هېوادونو ته د تلو په موخه په دې هېواد کې ځای پر ځای دي.

په دې اعلامیه نوره توضیح نه‌ده ورکړل شوې، خو له کله چې پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیل کړې، متحده‌ایالاتو د هغو افغانانو لپاره چې امریکا ته د تلو قضیې لري خوندیتوب سندونه ورکړي؛ څو امنیتي ځواکونه یې اخراج نه‌کړي.

پاکستان له ټولو نړیوالو مخالفتونو سره لا هم د افغان کډوالو نیولو او اېستو ته دوام ورکړی
پاکستان له ټولو نړیوالو مخالفتونو سره لا هم د افغان کډوالو نیولو او اېستو ته دوام ورکړی

په اسلام‌اباد کې د امریکا متحده‌ایالاتو سفارت د واټس‌اپ یوه شمېره هم اعلان کړې او له هغو افغانانو یې چې د امریکا ته د تلو په شرایطو برابر دي غوښتي چې د ستونزې پر مهال ورسره په دې شمېره اړیکه ونیسي.

خو له دې ټولو سره سره، یو شمېر افغان کډوالو شکایت کړی چې پاکستاني پولیس یې ځوروي.

ښايي همدې اندېښنو د امریکا متحده‌ایالاتو لوړ پوړو چارواکی سفر ته اړ کړي وي.

پاکستان د اکتوبر میاشتې له پیله له دغه هېواده د افغان بې اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه تله څلور لکو زيات افغان کډوال له دغه هیواد افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست

په ورته وخت کې پاکستانۍ ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، د ډسمبر په اوومه نېټه به د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټام ویسټ هم پاکستان ته سفر وکړي او ورپسې به د ډسمبر په ۹مه د پاکستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله الزابیټ هرسټ هم اسلام‌اباد ته سفر ولري.

د افغان کډوالو د اخراج په ګډون وروستیو کې د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې هم کړکېچنې ښکاري او د پاکستان موفت حکومت طالبانو تورنوي چې په افغانستان کې یې د هغو ډلو پر ضد سخت عکس‌العمل نه‌دی ښودلی چې په پاکستان کې ترهګر بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت بیا ویلي، دوی په بل هېواد کې د نا امنۍ مسوول نه‌دي او په پاکستان کې یې نا امني د دې هېواد کورنۍ موضوع بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG