د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

پاکستان او طالبان یوبل د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې په تړلو تورنوي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د پاکستاني پوله‌ساتو او طالبونو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته دواړه غاړو ته چارواکې یو بل تورنوي چې د باروړنکو موټرو پر مخ یې د تورخم دروازه تړلې ده.

له څه باندې يوې اوونۍ راهيسې دويم ځل لپاره د باروړونکو موټرو پر مخ د پاکستان له لوري د تورخم دروازه وتړل شوه.

دواړه غاړې یو بل تورنوي چې دا لار یې د باروړنکو موټرو پر مخ تړلې ده.

د طالبانو کنټرول لاندې باختر اژانس د تورخم لپاره د طالبانو د کميسار مولوي عصمت الله يعقوب له قوله لیکلي چې تېره شپه ناوخته پاکستاني لوري غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه، افغانستان خواته شل متره رامخکې د لوحې په پلمه يوه بله دروازه جوړه کړي چې دوی يې مخه نيولې ده.

خبرځای زیاته کړې، وروسته له هغه چې طالبانو د پاکستان له لوري د نوې نصبېدونکې لوحې مخه ونيوله، هغوی يې په غبرګون کې د ټرانزيټ پر مخ دروازه وتړله.

د تورخم دروازه د تېر سپټمبر میاشت کې د دواړو لوریو ترمنځ د نښتې له کبله تړل شوې وه. 06.09.2023
د تورخم دروازه د تېر سپټمبر میاشت کې د دواړو لوریو ترمنځ د نښتې له کبله تړل شوې وه. 06.09.2023

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په‌دې اړه ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت له سیمه‌ییزو مسوولانو سره هم خبرې وکړي، خو ونه توانېد.

خو د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند بیا مشال راډیو سره خبرو کې ادعا کړې چې افغان طالبانو تېره شپه ناوخته تورخم دروازه د مال وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

په تورخم کې یوه مسوول چارواکي هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې افغان طالبانو د تورخم مرکزي دروازه د موټرو پر مخ هغه مهال وتړله چې د ده په ټکو پاکستان په صفري نقطه کې خپل اړخ ته لوحه لګوله.

خو د تورخم دروازې ها غاړه د سوداګرو د ټولنې يو استازي ایمل شينواري بیا ازادي راډيو ته وويل، چې د پاکستان حکومت تورخم دروازه د تېرې شپې له ۱۲بجو راهيسې تړلې ده.

نوموړي وويل، دا چې اوس له افغانستان څخه پاکستان ته د تازه مېوو د صادرېدو موسم دی، د پاکستان حکومت په تېره يوه مياشت کې دا درېيم ځل دی چې د تورخم دروازه تړي.

هغه زیاتوي: "د تېرې شپې له ۱۲بجو راهيسې د تورخم دروازه بنده ده، يوازې مسافر تګ راتګ کولی شي. د دواړه لوريو سوداګرو ته ډېر زيان اوړي. د افغانستان له لوري انګور، انار، مڼې او د ډبرو سکاره را روان دي. دا دروازه هره مياشت يوځل يا دوه ځل حتماً تړل کېږي چې د پاکستان او افغانستان په‌کې ډېر تاوان دی."

د دروازې تړل کېدو د تازه مېوو هغه افغان سوداګر هم اندېښمن کړي چې په دې لاره سوداګريزه راکړه ورکړه کوي.

د دوی له ډلې يمين افغان ازادي راډيو ته وويل: "زموږ هم له‌دې لوري د تازه مېوو موټرې ولاړې دي هم له هغې خوا، اوس زما تورخم کې پر انګورو بار لارۍ ولاړه ده او له هغه خوا مې بيا کيلې رابار کړي دي، موټر بند ولاړ دی، د سبزيو موټرې هم ولاړې دي. که تازه مېوه او سبزي پر خپل وخت ونه رسېږي بيا مارکېټ کې نه پلورل کېږي، دا سراسر تاوان دی او سوداګر په ډېره اندېښنه کې دي."

د تورخم دروازې په تړل کېدو سره دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې کېږي. Nov. 3, 2023
د تورخم دروازې په تړل کېدو سره دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې کېږي. Nov. 3, 2023

سوداګر غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره دې د طالبانو حکومت پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

دا چې تورخم دروازه ولې هر وخت تړل کېږي او د دې ستونزې د حل لپاره د طالبانو حکومت پاکستاني لوري سره ولې خبرې نه کوي، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو نظر ولري، خو وياند يې عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته يوازې د تورخم دروازې تړل کېدل تاييد کړل او نور یې څه ونه ویل.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزي تېره اوونۍ ازادي راډيو ته ويلي وو، د پاکستان حکومت په وار وار افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي او په يوه او بله پلمه د تورخم دروازه تړي.

د تورخم دروازه داسې مهال تړل کېږي چې تېره اوونۍ د ليندۍ مياشتې په ۶مه نېټه هم پاکستاني لوري د تازه مېوو باروړونکو موټرو پر مخ ياده دروازه تړلې وه چې له درې ورځو تړل کېدو وروسته بېرته پرانيستل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG