د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

ځینې افغان سوداګر: پاکستان په تورخم دروازه د انګورو موټرو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د بار وړونکو موټر يو شمېر چلوونکي او سوداګر وايي، د پاکستان حکومت له تېرو درې ورځو راهيسې اجازه نه ورکوي چې دوی خپلې موټرې چې انګور يې په‌کې بار کړي دي، له تورخم دروازې تېرې کړي.

د افغانستان پر صادراتو د پاکستان د بنديزونو په دوام، تازه تورخم کې پر انګورو بار موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دروازه تېرې شي.

په تورخم کې هغه موټرچلوونکو او سوداګر چې انګور يې بار کړي، ازادي راډيو سره یې خبرو کې وويل، له ۲۵ ډېرې بار وړونکې موټرې له تېرو درې ورځو راهيسې ولاړې دي او د پاکستان حکومت په‌دې پلمه چې ياد انګور د تاجکستان او ازبکستان صادرات دي، اجازه نه ورکوي.

محمد رسول چې د کابل ولايت اوسېدونکی دی او د انګورو بار موټر يې تورخم دروازې سره ولاړ دی، ازادي راډيو ته یې وويل: "زموږ موټرو کې د افغانستان انګور بار دي، خو درېيمه شپه مو ده چې ولاړ يو، د پاکستان حکومت وايي دا تاجکستان انګور دي، اوس خبره روانه ده، د کابل څخه به ضمانت کېږي بيا به دې موټرو ته اجازه ورکول کېږي."

د انګورو سوداګر عطاالله هم چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی دی وايي: "انګور مې خرابېږي له‌منځه ځي، تر اوسه خو لا نه‌دي خراب شوي، خو وروسته تر دې امکان لري خراب شي."

نوموړی زیاتوي، که نن يې موټرو ته اجازه ورنه‌کړل شي، نو تر سبا دا انګور خرابېږي چې ده او نورو سوداګرو ته به ميليونونه افغانۍ زيان واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ يو پلاوي اسلام‌اباد ته سفر وکړ او له ځايي حکومتي مسؤلينو سره تر ليدنې وروسته يې وويل چې د دواړه هېوادونو ترمنځ سوداګريزه برخه کې د ستونزو پر حل يې خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي

خو د ياد پلاوي تر سفر وروسته په تېرو نږدې دوو اوونيو کې دا دويم ځل دی چې د بار وړونکو موټرو په مخه د تورخم دروازه د پاکستاني حکومت له لوري تړل کېږي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په‌دې اړه د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د يو مسوول خان جان الکوزي نظر هم ولري، خو له نوموړي سره تر بيا بيا اړيکو نيولو وروسته هم ونه توانېد چې نظر يې ولري.

خو الکوزي تر دې مخکې ازادي راډيو ته ويلي وو، د افغانستان له لوري چې هر ډول صادرات کېږي، د دوی له‌‌خوا رسمي سرټيفکيټ ورکول کېږي، خو د نوموړي په ټکو د دې سره سره هم د پاکستان د حکومت له لوري په يوه او بله پلمه افغاني سوداګرو ته ستونزې جوړيږي او دروازه پرې تړل کېږي.

هممهاله له کرښې هاغاړه تورخم کې د سوداګرو د ټولنې يو مسوول ایمل شينواري ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان له لوري چې کوم انګور ورځي د حکومت رسمي تاييد هم لري، خو بيا هم د پاکستان حکومت اجازه نه ورکوي، چې دغه هېواد ته صادر شي.

هغه وويل: "درې ورځې کېږي چې تقريباً شل-پنځه وېشت موټرې تورخم کې د انګورو ډک ولاړ دي، دا انګور اصلاً د افغانستان دي، دلته د ګمرک والا وايي چې دا د تاجکستان دي او د تاجکستان په ماليه به يې رااړوئ. د افغانستان او تاجکستان د انګورو ترمنځ ماليه کې ډېر توپير دی، د افغانستان پر انګورو شل زره ماليه راځي او د تاجکستان پر انګورو يو لک روپۍ دي. دا يوه لويه ستونزه ده، پرون موږ اعتراض هم وکړ."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو نظر هم ولري، خو د ياد وزارت وياند عبدالسلام جواد له ژمنې سره سره د دې راپور تر خپرېدو په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

پاکستان داسې مهال پر انګورو د بار موټرو په مخه د تورخم دروازه تړي چې تېره چهارشنبه د قوس مياشتې په لومړۍ نېټه يې د هر ډول باروړونکو موټرو په مخه ياده دروازه د يوې ورځې لپاره وتړله، خو وروسته بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې مسؤلينو په منځګړيتوب پرانيستل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG