د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د څه باندې ۱۰۰ پوستو د جوړولو ادعا وکړه


د پاکستان پولې ته نږدې د طالبانو وسله وال غړي
د پاکستان پولې ته نږدې د طالبانو وسله وال غړي

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکوي چې په ختیځه برخه کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څه باندې سل پوستې جوړې کړي.

طالبان ادعا کوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې په هغو سیمو کې پوستې اچولي چې د پاکستان له‌خوا به هدف ګرځېدلې.

طالب چارواکو ویلي چې د دفاع وزارت د سرپرست محمد یعقوب مجاهد په امر یې دا کار کړی دی.

طالبانو ته نږدې حُریت راډیو د دغو پوستو د جوړولو په اړه یو ویډیويي راپور خپور کړی چې څو نورو رسنیو یې هم په حواله باندې رپوټونه خپاره کړي.

د ختیځو ولایتونو لپاره د طالبانو د لومړۍ سرحدي لوا قومندان قاري معراج د پوستو د جوړولو په اړه وايي: "دا چې کومه فرضي کرښه ده د موږ د لوا مربوط کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونه دي. په دې کې موږ څه باندې سل پوستې په دې سیمو کې فعالې کړي. ښه منظم هم دي هر چېرته. له هغې ډلې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ سالالا سیمه ده. په دې کې هم موږ پوستې فعالې کړي په فرضي کرښه باندې. تاسیسات او سړکونه مو هم ورته جوړ کړي دي."

د طالبانو دفاعي چارواکو ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له اړتیا سره سم نورو تاسیساتو جوړولو ته چمتو دي.

طالب چارواکو داسې وخت په ختیځو برخو کې له پاکستان سره پولې ته نږدې د څه باندې سلو پوستو د فعالولو ادعا کړې چې څو اونۍ مخکې په تورخم کې د پوستې فعالولو باندې طالب ځواکونه او پاکستاني پوله ساتي په نښته واوښتل.

پاکستان ظاهراً د دې تاسیساتو په جوړولو خوښ نه دی او د تورخم نښته هم تر هغه وروسته پیل شوې وه چې طالبانو هلته پوسته اچوله.

تر هغه مخکې هم طالبانو له پاکستاني پوله ساتو سره په ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې د پوستو او تاسیساتو پر سر نښتې کړي.

پاکستان څو ورځ مخکې وروسته له هغې د تورخم دروازه بنده کړې وه چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې یوه پخوانۍ پوسته رغوله. 06.09.2023
پاکستان څو ورځ مخکې وروسته له هغې د تورخم دروازه بنده کړې وه چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې یوه پخوانۍ پوسته رغوله. 06.09.2023

پاکستاني چارواکي بیا په عین حال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په پوله باندې د وسله‌والو بریدګرو د ور اوښتو اندېښنې ښکاره کوي او وايي چې په پاکستان کې دننه بریدونه هغه وسله وال کوي چې له افغان خاورې وراوړي.

تازه د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ له امریکا غږ اردو سره په یوه مرکه کې چې شنبه خپره شوه ویلي: "په لوېدیځه پوله باندې د ترهګرۍ له پلوه موږ یوې ننګونې سره مخ یوو. کله چې د دوحې خبرې کېدلې په هغې کې هم د سیمې هېوادونه چې پاکستان پکې شامل دی، چین، منځنۍ اسیا، روسیه او د ناټو ځواکونه چې هغه وخت د وتلو په حال کې وو دوی ټولو په یوې مسئلې باندې له افغان طالبانو سره ژور بحثونه وکړل چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد په خلاف د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي. هغوی په دوحه کې د هغو خبرو پر مهال په دې اړه ژمنې کړې وې."

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ
د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ

کاکړ دا هم ویلي وو چې هېواد یې د دفاع حق لري او چېرته چې مناسبه ګڼي ګام به پورته کوي.

طالبانو ویلي د پاکستان د حکومت د مخالفینو ملاتړ نه کوي او له افغان خاورې هم چاته پر نورو د برید لپاره اجازه نه ورکوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه ۲۶۷۰ کیلومتره اوږده پوله اکثر وخت ناامنه ګڼل کېږي او چارواکو تورونه لګولي چې وسله‌وال بریدګر پرې اوړي رااوړي.

دې پولې په اوږدو کې له پورته ختیځو برخو کونړ او تورخم را نیولې، تر ډنډ پټان او هاخوا په لوېدیځ کې تر سپین بولدکه څو واره په جمهوري نظام کې هم سختې نښتې شوې وې او وروسته د طالبانو په واکمنېدو سره دغو نښتو وخت ناوخته دوام پیدا کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG