د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

په چترال کې د پاکستاني پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ نښتې روانې دي


په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي
په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي

په چترال کې لا هم د پاکستان د پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ وسله‌والې نښتې روانې دي.

د خیبرپښتونخوا په چترال کې چارواکي وايي، د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو ترمنځ له تېرې چهارشنبې نښتې لا هم روانې دي او دواړو خواوو پر يوه او بل د درنو وسله ډزې کړې دي.

د چترال مرستیال کمېشنر محمد علي نن یکشنبه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې افراطي وسله‌والو پر پاکستاني پوځيانو دوه راکټونه وویشتل، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ د څرخي الوتکو له لارې د وسله‌والو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

ده د افراطي وسله‌والو په لاس د پاکستاني سرتېرو د نيول کېدو راپورونه بې بنسټه وبلل.

تحريک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پرون شنبه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وسله‌والو يې د چترال په ارسون کې د پاکستاني پوځ پر مرکز توغندي وویشتل او هلته ولاړ ټول پوځي ګاډي یې تباه کړل.

ټي ټي پي د پاکستاني پوځ د درېيو پوستو د نيولو ادعا هم کړې ده چې پوځ یې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.

په همدې حال کې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه وويل چې په اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت سفارت سرپرست احضار کړی او هغه ته یې احتجاج کړی چې چترال ته وسله‌وال له کونړ او نورستان وراوښتي دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

ټي ټي پي هم ويلي چې دوی له ډېر وخت راهیسې په چترال کې شته او د روانو حملو لپاره یې د افغانستان د خاورې استعمالولو ته اړتیا نه شته.

د چترال چارواکو ولس ته خبر ورکړی چې لا هم کالاش، بمبوريت او بریر ته ځينې تللې لارې بندې دي.

د پاکستان پوځ په دې نښتو کې د ۴ سرتېرو وژل کېدل منلي او د ۱۲ وسله‌والو د وژنې ادعا کوي.

خو ټي ټي پي وايي چې ۱۲ پوځيان یې وژلي او ځينې يې ژوندي له ځان سره بېولي دي.

بلخوا د پاکستان پوځ پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني سرتېرو او افراطي وسله‌والو ترمنځ په وسلواله نښته کې یو سرتېری وژل شوی دی.

د پوځ په وینا، دوی په سیمه کې په ځینو وسله‌والو مخالفانو پسې ګرځېدل، چې نښته پیل شوه.

دا پېښې داسې وخت شوي چې نن د پنځمې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه بنده ده، د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ملامتي پر پاکستان اچولې او د تورخم دروازې بندول یې د ښه ګاونډیتوب خلاف ګام بللی دی.

دا اعلامیه چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه خپره کړې په کې لیکل شوي: "د تورخم دواړو غاړو ته پر جنازو سربېره په زیات شمېر مسافر، ښځې، سپین ږیري او ماشومان بند پاتې دي چې هېڅ د توجیه وړ نه‌دي."

د دې تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جېلاني پرون په اسلام اباد کې وویل، له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي او نورو هغو ډلو پر ضد جدي ګام پورته کړي چې د ده په وینا په افغانستان کې دي.

XS
SM
MD
LG