د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

پاکستاني چارواکي: طالبان دې په افغانستان کې 'ټي ټي پي' او نورې ترهګرې ډلې وځپي


د تحریک طالبان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' او نورې ترهګرې ډلې وځپي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په دوام، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان ټي تي پي او نورو هغو ډلو پر ضد جدي ګام پورته کړي چې د ده له قوله افغانستان کې دي.

هغه چې پرون یې په اسلام‌اباد کې رسنیو سره خبرې کولې له طالبانو وغوښتل چې د 'ټي ټي پي' په ګډون هغه عناصر وځپي چې د ده په خبره د افغانستان له خاورې په ګټه پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني

هغه وویل: "زه دا هم وایم چې د افغان حکومت مسوولیت دی، که د افغانستان له خاورې په پاکستان برید کېږي، باید مخه یې ونیسي. موږ له افغان حکومت غوښتنه کوو چې څومره دا ډول عناصر دي، هغوی وځپي؛ هغه که ټي ټي پي وي او که نور څوک. معلومه ده چې دوی له افغانستان فعالیت کوي او په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان باید په افغانستان د نیوکو پر ځای، خپل امنیت وساتي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو شتون هم رد کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني دا هم وویل چې دوی د چترال د برید په ګډون په پاکستان کې ترهګریزې پېښې جدي نیولي او دا یې هم تایید کړه چې په دې اړه یې د جمعې په ورځ خپل سخت اعتراض په اسلام‌اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر ته سپارلی دی.

هغه دا هم وویل چې دوی له طالبانو غواړي چې دا ډول پېښې وڅېړي چې بیا رامنځته نه شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي هم وايي، د طالبانو حکومت باید د دوحې هوکړه عملي کړي.

هغه چې د پاکستان د سرپرستو وزیرانو په ګډ خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل، د دې تړون پر بنسټ باید د افغانستان خاوره د پاکستان او نورې نړۍ پر ضد ونه کارول شي.

خو د طالبانو حکومت بیا تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره خوندي ده او د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

پاکستاني چارواکي داسې مهال له طالبانو د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کوي چې تېره اوونۍ یې سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ جیوز نیوز سره مرکه کې ویلي وو، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په پاکستان کې حالات د ښه کېدو پر ځای لا ترینګلي شوي دي.

هغه دا ادعا هم کړې وه چې په بېړه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته؛ له دوی پاتې شوې وسلې یو شمېر ډلو ته په لاس ورغلي چې پاکستان یې له ستونزو سره مخ کړی دی خو دا ادعا په تېره کې د طالبانو حکومت ویاند رد کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG