د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د پاکستان سرپرست صدراعظم په افغانستان کې د امریکا د پاتې شویو وسلو په اړه څه وايي؟


د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستان د سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د هغو څرګندونو په اړه یو مطلب خپور کړی چې وايي، پاکستانۍ وسله‌والې ډلې له هغو وسلو او تجهیزاتو څخه کار اخلي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو له ځواکونو پاتې دي.

ورځپاڼه د کاکړ د څرګندونو هغې برخې ته اشاره کوي چې وايي دا وسلې او تجهیزات د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا د پوځي ځواکونو د بې نظمه وتلو پرمهال د پاکستاني وسله والو لاس ته لوېدلې دي.

د مطلب په دوام کې د کاکړ د څرګندونو هغه برخه راغلي چې وايي، دا تجهیزات چې لیزري وسلې او د تودوخې یا حرارت په وسیله د کشف پرمختللي سیستمونه په کې دي، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا 'ټي ټي پي' د وسله‌والو له خوا د پاکستاني ځواکونو پرضد کارول کېږي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم د دې وسلو له کبله د ګواښونو د مخنیوي لپاره د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت د دې څرګندونو په ځواب کې تراوسه څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي وو چې د امریکا له پوځ څخه پاتې وسلې او تجهیزات د حکومت په سلاح‌ کوټونو کې ساتل کېږي او هېڅ یوې ډلې نه دي ترلاسه کړي.

سټارز اینډ سټرایپس:

د امریکا چاپ بلې ورځپاڼې سټارز اینډ سټرایپس هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستان د سرپرست صدراعظم د دې څرګندونو په اړه د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي چې معلومه نه ده د امریکا له پوځ څخه به څومره وسلې او تجهیزات په افغانستان کې پاتې وي.

مطلب زیاتوي چې طالبانو امریکايي وسلې، مهمات، هیلیکوپټرې او نور عصري تجهیزات د پرځېدلي جمهوري دولت د پوځي ځواکونو له تسلیمېدو وروسته له هغوی څخه ولجه کړې وې، خو له دې سره سره یې دقیقه اندازه هېچا ته هم نه ده مالومه.

په مطلب کې د پاکستان د دوو امنیتي چارواکو په حواله راغلي چې وايي، د تحریک طالبان پاکستان دا امریکايي وسلې او تجهیزات یا له افغان طالبانو په پيسو پېرلي او یا افغان طالبانو تحریک طالبان پاکستان ته د خپلې متحدې ډلې په توګه ورکړي.

دې چارواکو دا څرګندونې د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط له اسوشېټېډپرېس خبري آژانس سره په خبرو کې کړې دي.

د سټارز اینډ سټرایپس د مطلب په پای کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ویلي چې افغان طالبان د 'ټي ټي پي' وسله‌والو ته په زیاتېدونکي ډول پټنځایونه برابروي چې د ورځپاڼې په وینا له دې سره د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.

XS
SM
MD
LG