د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

پاکستاني چارواکي: د اړتیا په صورت او معین وخت کې د افغانستان دننه عملیات کوو


د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ

د پاکستان سرپرست صدراعظم یوځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستانه د ګواښونو پر وړاندې د خپل ځان د دفاع حق لري.

د امریکا غږ له اردو تلوېزیون سره په بېګانۍ مرکه کې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ په ډاګه کړه چې هېواد یې له افغانستانه د هرراز ګواښ پر وړاندې د ځان د دفاع حق لري.

کاکړ چې د پاکستان د سیاسي بحران په پای کې د سرپرست صدراعظم پر دنده وګومارل شو، په تېرو دوو اوونیو کې په وار وار خبرداری ورکړی چې هېواد به یې له افغانستانه د پاکستاني طالبانو د ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.

هغه بېګا د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان به د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې پوځي اقدام وکړي که نه په ځواب کې وویل: "پاکستان له ځانه د دفاع حق لري. موږ به د خپل هېواد او وګړو د ساتنې لپاره چې هر راز اقدام ته اړتیا وي، حتماً به یې وکړو. زه جزییاتو ته نه ځم چې دا به د څه ډول عملیات وي، خو چې وخت یې راشي نو بیا به پرېکړه کوو چې څه کوو او څه کولای شو."

کاکړ د سپټمبر په درېیمه نېټه له جیوز نیوز تلوېزیون سره مرکه کې وویل چې له افغانستانه په بېړه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته له امریکا او ناټو څخه پاتې وسلې تروریستي ډلو ته په لاس ورغلي چې پاکستان یې له ستونزو سره مخامخ کړی او له هغه یوه اونۍ مخکې یې په یوه خبري غونډه کې هم ادعا کړې وه چې له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته په دې هېواد کې پاتې شوي پوځي تجهیزات، د ترهګرو ډلو د مجهز کېدو لامل ګرځېدلي.

د افغانستان تېر جمهوري نظام له ۲۰۰۵ کال وروسته چې په افغانستان کې د طالبانو حملو زور واخیست پرله‌پسې تورونه لګول چې د طالبانو مشران په پاکستان کې پټنځایونه لري، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د هغه نظام تر پرځېدو وروسته مسئله برعکس شوه او د طالبانو او پاکستان اړیکي چې پخوا ډېر خواږه وو، ظاهراً ترینګلي شول.

پاکستان په دې وروستیو کې پرله‌پسې تورونه لګوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا 'ټي ټي پي' مشران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې دېره دي او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوي. دې حملو په وروستیو دوو کلونو کې زور اخیستی.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د پاکستان سرپرست صدراعظم په خپله بېګانۍ مرکه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د اقداماتو دفاع هم وکړه او ویې ویل چې دې هېواد په افغانستان او قبایلي سیمو کې د دوامداره سولې له ټینګښت سره مرسته کړې.

نوموړي یادونه وکړه چې اسلام آباد د افغانستان د ټرانزیټ او د مخدروموادو پر ضد د مبارزې د ستونزو د حل په برخه کې هم همکاري کړې ده.

هغه دا هم ویلي چې د سوداګرۍ په برخه کې نه یوازې له افغانستان بلکې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښه پرمختګ شوی دی.

د کاکړ د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت تر دې دمه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ راز خطر نه دی متوجه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG