د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ امریکا د ستونزې حل لپاره طالبان او پاکستان ګډ کار ته هڅوي


د تورخم درازوې یوه څنډه
د تورخم درازوې یوه څنډه

د امریکا متحده ایالات وايي، پاکستان او طالبان به دې ته وهڅوي چې د تورخم د دروازې د بندېدو مسئله د ګډ کار له مخې حل کړي.

په داسې حال چې د تورخم دروازې د تړل کېدو نن نهمه ورځ ده د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان او پاکستان به وهڅوي چې دغې ستونزې ته د حل یوه لاره راوباسي.

د دې وزارت ویاند متیو میلر تېره ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دوي د یادې مسئلې د حل لپاره هڅه کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت متیو میلر
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت متیو میلر

هغه وویل: "په روښانه ډول موږ به دوی وهڅو چې د دې ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي."

د تورخم دروازه نهه ورځې وړاندې دغلته د طالب ځواکونو له لوري د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د جوړېدو پر مهال له پاکستاني پوله ساتو سره تر وسله‌والې نښتې وروسته د پاکستان له لوري وتړل شوه چې له امله دواړو لوریو ته سلګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار موټرې بندې پاتې شوي دي.

په دې دوه ساعته وسله‌واله نښته کې چې دواړه لوري یې د پیل په اړه یو بل تورنوي دواړو اړخونو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

په همدې حال کې په افغانستان کې د پاک-افغان سوداګرۍ خونه وايي، تر اوسه د تورخم دروازې د خلاصېدو په هدف پیل شویو خبرو هېڅ پایله نه ده ورکړې.

د دې خونې مسوول خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه ستونزه باید په لوړه کچه بحث شي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

هغه وايي: "موږ څلور پنځه ورځې کېږي چې خبري کوو، خو د حل لاره لا تر اوسه نه ده پیدا شوې. تر هغې چې د اسلامي امارات مشران د پاکستان حکومت له مشرانو سره خبرې ونه‌کړي دا ستونزه نه حل کېږي. سره له دې چې د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه دا مسئله مطرح شوې ده، خو زه فکر کوم چې دا مسئله به څو ورځې نور هم دوام وکړي."

خو نوموړي دا ونه ویل چې دا خبرې ولې نتیجه نه ورکوي او د پاکستاني لوري غوښتنې څه دي.

له دې وړاندې په ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو مشر قریشي بدلون ازادي راډیو ته ویلي وو چې د تورخم لارې د خلاصون لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

طالبان وايي، د تورخم دروازې دواړو خواوو ته زرګونه باروړونکي موټر ولاړ دي.
طالبان وايي، د تورخم دروازې دواړو خواوو ته زرګونه باروړونکي موټر ولاړ دي.

په همدې حال کې د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو د سوداګرۍ خونې چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ددې لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

د دې خونې د عامل پلاوي مشر حاجي امېد حیدري ویلي وو چې یوازې په تېرو ۸ ورځو کې افغان سوداګرو تهنږدې ۳۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG