د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

د تورخم دروازې او سالنګ لارې بندېدل؛ یو شمېر افغانان: د خوراکي توکو بیې لوړې شوي


ارشیف: د کابل منډوي یوه څنډه
ارشیف: د کابل منډوي یوه څنډه

د تورخم دروازې او سالنګ لويې لارې له تړل کېدو وروسته يو شمېر افغانان وايي چې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي دي.

په داسې حال کې چې د تورخم دروازه او د سالنګ لویه لاره د افغانستان مهمې سوداګریزې لارې دي، له تړل کېدو وروسته یې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، په وروستیو څو ورځو کې د یو شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

احمد يو له هغو څخه چې په دې وروستيو کې يې د خپلې کورنۍ مياشتنی خرڅ اخيستى وايي، بيې لوړې شوي دي.

هغه وویل: "د بېلګې په توګه، اوله درجه وریجې ۳۴۰۰ وې، خو اوس مې ۲۵ کیلو بوجۍ په ۳۶۰۰ افغانیو واخیسته. په بازار کې دوه ډوله اوړه دي، وطني اوړه له ١٥٥٠ څخه ١٦٥٠ افغانيو ته پورته شوي او قزاقي اوړو بيه له ١٧٠٠ څخه ١٨٠٠ ته، ١٦ لیتره د غوړيو بيه له ١٤٥٠ څخه ١٦٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده."

په ورته وخت کې د کابل یو بل اوسېدونکی نورالله وايي: "د وريجو، غوړيو او حبوباتو بيې لوړې شوې. عايد کم دى. د کرايې او برښنا بل ورکول ډېر ستونزمن دي."

په همدې حال کې د کابل ښار یوه هټیوال مجتبی هم ازادي راډيو ته وویل چې د تورخم دروازې او د سالنګ د لویو لارو له تړل کېدو وروسته د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

د خوست د یوه بازار انځور
د خوست د یوه بازار انځور

هغه د نرخ د توپیر په اړه وویل: "څو ورځې وړاندې د اوړو بيه ١٥٢٠ افغانۍ وه، نن ١٦٥٠ افغانۍ ده، بوره ٣١٨٠ افغانۍ وه او نن ٥٠ کيلويي بورې بيه ٣٥٢٠ افغانۍ ده، ټول مواد له ٢٠ تر ٣٠ افغانۍ ګران شوي دي."

هغه زیاتوي، دا هغه نرخ دی چې پرچون پلورونکي ترې یو څه ګټه ترلاسه کوي.

يو شمېر سوداګر بیا وايي، د تورخم دروازې له دې غاړې د سبزيو او تازه مېوو په ګډون سوداګريز توکي او د دروازې هغه غاړه وارداتي خوراکي توکي بند پاتي دي او د سالنګ له لارې يې لېږد رالېږد هم ستونزمن شوی.

د دغو سوداګرو له ډلې یو هم حاجي امېد حیدري ازادي راډيو ته وویل چې د تورخم لارې بندېدو دوی ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

حیدري وویل: "زموږ ډېری سوداګرو له مالیزیا، اندونیزیا او نورو هېوادونو څخه خوراکي توکي د پاکستان له لارې راوړل، اوس چې دا لاره بنده ده، که خوراکي توکي له نورو لارو راوړل شي، بیه به یې لوړه شي او د بازار بیه لوړه وي."

د افغانستان-پاک سوداګرۍ خونې د بورډ غړي مخلص احمد بیا ازادي راډيو ته وویل: "په دې وروستیو کې نرخونه لوړ شوي، ځکه چې د تورخم دروازه وتړل شوه له دې سره خواکې د سالنک لاره هم بنده شوه چې دغې چارې په وارداتي بیو کې زیاتوالی راوست."

د تورخم دروازې په بندېدو سره دا مهال دواړو لوریو ته یو زیات شمېر موټرې ولاړ دي.
د تورخم دروازې په بندېدو سره دا مهال دواړو لوریو ته یو زیات شمېر موټرې ولاړ دي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې د تورخم دروازه د مسافرو او موټرونو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوې وه او دواړه لوريو پر یو بل د جګړې د پیلولو تورونه ولګوي.

د سالنګ لویه لار هم د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د بیارغونې په موخه تړل شوې ده.

تورخم دروازه د افغانستان لپاره مهمه سوداګریزه لار ده چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG