د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د ملګرو ملتونو اعتراض؛ پاکستان داسې وخت افغان کډوال وباسي چې نه پیسې او نه هېواد کې سرپنا لري


له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، زیات افغانان په داسې حالت کې افغانستان ته اخراجېږي، چې هلته نه سرپناه لري او نه هم په جېب کې پیسې.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د اخراج پروسه ګړندۍ شوې ده.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک (Caroline Gluck) ازادي راډیو ته وویل، ګڼ افغانان د لومړي وار لپاره افغانستان ته ځي.

ګلوګ زیاتوي:

" ګڼې کورنۍ هېڅ افغانستان ته نه دي تللي، دوی او ماشومان یې په پاکستان کې زېږېدلي. دوی داسې هېواد ته ځي چې په کې بلد نه دي. لاسونه یې تش دي او ځینو یوازې په لاریو کې د خپل کور سامانونه رااخیستي دي. دوی د UNHCR په څېر له ادارو چې پر سرحد شته، اساسي روغتیايي خدمات ترلاسه کوي. غټه اندېښنه د ژمي راتګ دی. کورنۍ په زیاتو مواردو کې کورونه نه لري، کارونه نه لري او زیاتې یې نه پوهېږي چېرې لاړې شي. دا مهال سخت وضعیت دی."

د افغانستان په ځینو برخو کې هوا له وړاندې سړه شوې او زیاتې اخراج کړای شوې کورنۍ نه پوهېږي چې خپل ژوند چېرې او څنګه له سره پیل کړي.

هم د تورخم او هم د سپین بولدک له لارې د خلکو تګ راتګ له ډول ډول ستونزو سره مخامخ شوی دی.

له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان ماشومان
له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان ماشومان

پرون شنبه ځینو رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان سرحدي چارواکو بې ویزې افغان ناروغانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شي.

سرچینو ویلي چې پاکستان د بې ویزې افغان ناروغانو پرمخ دروازه تړلې او ویلي یې دي دوی ته دغسې امر شوی دی.

تر دې مخکې د یوې موافقې له مخې، افغان ناروغانو له ویزې پرته هم کولی شوای چې پاکستان ته د درملنې لپاره سفر وکړي.

په چمن کې بیا سلګونو پرلت کوونکو د نومبر میاشتې له شلمې نېټې د چمن ــــ سپین بولدک لار د دې لپاره تړلې چې پر دې لار د تګ راتګ لپاره د ویزو او پاسپورټ لرلو شرط ایښوول شوی دی.

خو د تورخم تر څنګ له چمن څخه بیا هم د افغانانو د ایستلو بهیر روان دی.

د ملګرو ملتونو ځینو ادارو ویلي چې تر اوسه تر څلورلکه زیات کسان له پاکستانه ایستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله جولیتیا والس سبا دوشنبه په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اغلې والس به له پاکستاني چارواکو او د نړیوالو موسسو له استازیو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې وکړي او په دې برخه کې به ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د امریکا متحد ایالتونو ته روان دي، په پاکستان کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG