د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د پاکستان لوی درستیز هم له دې هېواده د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو ملاتړ وکړ


د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر
د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر

د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم له خپل هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو ملاتړ وکړ.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو په اړه د موقت حکومت د پرېکړې د ملاتړ په ترڅ کې ویلي چې دا فیصله د پاکستان ګټو ته په پام شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لوی درستیز جنرال عاصم منیر پرون چهارشنبه په پېښور کې د پوځي صاحب منصبانو یوې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې بهرنیان د پاکستان امنیت او اقتصاد په جدي ډول اغېزمنوي.

منیر همداراز ادعا وکړه چې بهرنیان په ډېر درنښت له پاکستانه ایستل کېږي.

که څه هم ادعا کېږي چې د پاکستان لنډمهاله حکومت د کډوالو د ایستلو په شمول مهمې پرېکړې د پوځ په مشوره کوي، خو دا لومړی ځل دی چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو په اړه د لنډمهاله حکومت د پرېکړې ښکاره ملاتړ کوي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال افغانستان ته روان دي. November 3, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال افغانستان ته روان دي. November 3, 2023

پاکستان د اکټوبر په پیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نوومبر تر لومړۍ پورې له دغه هیواده ووځي ګنې په زور به یې وباسي.

خو عملاً پاکستان د اکټوبر له پیله د بې اسناده افغان کډوالو نیول او په زوه افغانستان ته استول پیل کړل.

د پاکستان دا پرېکړه د ملګروملتو او د بشري حقونو د سازمانونو له غبرګون سره مخامخ شوه.

روانه اوونۍ په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک ازادي راډیو ته وویل، زیات افغانان په داسې حالت کې افغانستان ته اخراجېږي، چې هلته نه سرپناه لري او نه هم په جېب کې پیسې.

د دوی په وینا، په داسې وخت کې چې له یوې خوا ژمی راروان دی او له بلې خوا افغانستان د هرات د زلزلو په شان له طبیعي پېښو سره مخامخ دی، د لکونو افغانانو بېرته ورستنول به د افغانستان کړاوونه لا زیات کړي.

په همدې حال کې پرون د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وویل، د اکټوبر له پیله تراوسه پورې نژدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

اصف دراني په اسلام اباد کې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل، هغو کسانو ته ویل شوي چې له پاکستانه ووځي چې په پاکستان کې غیرقانوني اوسېدل او د مهاجرو حیثیت یې نه درلود.

ده په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اسناد لرونکي افغانان اوسي چې یو میلیون او ۴۰۰ زره یې کډوال دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په شمول ځینو چارواکو ویلي چې په بل پړاو کې به اسناد لرونکي کډوال هم له خپلې خاورې وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG