د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د ایران ملي امنیت شورا ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په سفر بندیز لګولی


ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو سفر منع اعلان کړ او په دوی یې بېلابېل بندیزونه ولګول.

د ایران ملي امنیت شورا ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په سفر بندیز لګولی او په دې ولایتونو کې یې د دوی استوګنه او کار روزګار هم منع اعلان کړی دی.

دا خبره د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې کړې ده.

هغه ویلي، له دې ولایتونو یو یې هم کرمانشاه دی چې په کې د لیندۍ له ۸مې د دې پلان تطبیق پیل شوی او دوی د ښار په ګډون په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم کړي دي.

هغه په دې عملیاتو کې د یو شمېر افغان کډوالو د نیولو خبر هم ورکړی، خو شمېر یې نه‌ده ښودلی.

حمزه سلیماني دا خبره هم کړې چې دوی د سږ کال له پیله د بهرنیو اتباعو د کنټرول او څارنې لپاره۸ بېلابېلې اجراییوي کړن‌لارې عملي کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د کرمانشاه په ګډون، شرقي او غربي اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، همدان، ګیلان، مازندران، سیستان، بلوچستان، ایلام، لرستان، چهارمحال و بختیاري، کهګیلویه وبویراحمد او هرمزګان. له هغو ښارونو دي چې د افغانانو په اوسېدو او کار روزګار په‌کې بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو حکومت د ایران د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې یوه اعلامیه کې له پاکستان او ایران غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

ارشیف: په ایران کې د افغان کډوالو یو کمپ
ارشیف: په ایران کې د افغان کډوالو یو کمپ

په ایران کې مېشت افغان کډوال وايي، له سخت حالت سره مخ دي او ورځ تر بلې پرې په دې هېواد کې د ژوند کړۍ را تنګېږي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال شریف متین ازادي راډیو ته وویل: "له تېرو دوو اوونیو راهیسې په ټول ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی. افغان کډوال په ډېر سخت او بد حال کې ژوند تېروي. پولیس ټول افغانان که اسناد ولري او که‌نه نیسي. هغوی چې اسناد لري ورته یې څېرې کوي او بیا یې د اصفهان کمپ ته بیايي."

یو بل افغان کډوال بیا د خپل نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هره ورځ په ډېر شمېر افغان کډوال نیول کېږي او په زور بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

هغه وویل: "یوه اوونۍ هم نه کېږي چې زما ورور پولیسو په میټرو کې ونیوه او افغانستان ته یې ولېږه. دې ته ورته ډېرې ستونزې لرو."

د یادونې ده چې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر وحید احمدي په دې هېواد کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستو خبرداری ورکړی و.

هغه ویلي وو، د طالبانو حکومت باید د افغان کډوالو د ستنولو لپاره شرایط چمتو کړي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزیر دا خبره هم کړې وه چې د طالبانو حکومت ترې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره وخت غوښتی.

هغه دا خبره ایران ته د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له سفر وروسته کړې وه.

د ایراني حکومت د رسمي شمېرو پر بنسټ، په دې هېواد کې نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له نیمايي زیات یې هلته د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG