د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

اروپايي ټولنې یوځل بیا له افغانانو سره د پیوستون او ملاتړ ډاډ ورکړ


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېره رفايله يوديس په تورخم کې له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو سره د لیدنې پر مهال.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېره رفايله يوديس په تورخم کې له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو سره د لیدنې پر مهال.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي یوځل بیا له افغانستان سره د اروپايي ټولنې په ملاتړ ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېره رفايله يوديس چې د يوه پلاوي په مشرۍ تورخم ته تللې او له پاکستانه د شړل شويو افغان کډوالو له کمپ څخه لیدلي، ټينګار کړی چې اروپايي ټولنه د دغو افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره چمتو ده.

هغې په ایکس شبکه په تورخم کې د راستنېدونکو له کمپه د خپلې لیدنې ویډیو خپره کړې او په یوه پيغام کې يې زیاته کړې: "دا د هر چا او زموږ لپاره یوه سخته ورځ ده. دا دردناکه ده چې له ډېرو خلکو سره خبرې کوو چې هرڅه یې پرېښي او ویستل شوي دي. زه غواړم نن د افغانستان له خلکو سره زموږ د پیوستون او ملاتړ په اړه ډاډ ورکړم."

اغلې یودیس د ملګرو ملتونو، ټولو شریکانو، بنسټونو او سازمانونو څخه هم مننه وکړه چې له پاکستان څخه د ایستل شویو افغان کډوالو سره مرسته کوي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت له خوا د جوړو شویو کمپونو یوه مسوول نورمحمد حنيف ویلي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي له دغه کمپ څخه د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه چې له پاکستانه د شړل شويو افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره به جدي اقدام وکړي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 20, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 20, 2023

پاکستان د نومبر له لومړۍ د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او ویلي یې دي چې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره افغان کډوال به باسي.

له پاکستانه د افغانانو د ایستلو چټک بهیر د بشري حقونو سازمانونه اندېښمن کړي، ځکه له یوې خوا په افغانستان کې هوا سړه شوې او له بلې خوا ګڼ شمېر کډوالې کورنۍ نه پوهېږي چې څنګه او له کوم ځایه خپل ژوند بیا پیل کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې کارولین ګلوک د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ډېری دغه افغانان د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلي ځکه چې دوی او ماشومان یې په پاکستان کې زېږېدلي دي.

د هغو افغانانو د شړلو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې چې د ۲۰۲۱م کال له اګست وروسته له افغانستانه پاکستان ته تللي، ځکه د بشري حقونو سازمانونو په وینا په افغانستان کې به د دغو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

د همدې اندېښنو له امله د کډوالو په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې جوليټا والس چې د يکشنبې په ورځ اسلام اباد ته په درې ورځني سفر تللې، پرون په ایکس شبکه یا پخواني ټويټر کې وليکل چې يوځل بيا یې د افغان کډوالو، د هغوی د خوندیتوب او بیا هستوګنې په تړاو دافغانستان لپاره د اسلام اباد د ځانګړي استازي اصف خان دراني په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، مېرمن والس به له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره وګوري څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې امریکا ته استول کېږي په پاکستان کې به له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

د خیریه موسسو، ملګرو ملتونو او طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، تراوسه له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي او دا لړۍ د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG