د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

د نواب خان له کږلېچونو ډک ژوند؛ هغه افغان ځوان چې تازه د یوه هندي فلم په مرکزي رول کې څرګند شو!


نواب خان، افغان سېنمایي لوبغاړی
نواب خان، افغان سېنمایي لوبغاړی

له کډوالۍ نه تر بالیوډ سېنما پورې!

نواب خان یو افغان ځوان دی چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې، د امنیتي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره هند ته کډوال شو.

د نواب خان لپاره د دې سفر پیل لکه د نورو کډوالو په څېر له ستونزو ډک و، خو هغه ټولې ستونزې له پامه وغورځولې او خپل یوازېنی هدف یې چې په فلمونو کې کار کول و، تعقیب کړ.

نواب خان ازادي راډيو ته وویل چې په سینما کې یې د کار کولو خوب او هغه هم په هندي سېنما کې د هر چا لپاره ناشونی ښکاریده.

هغه زیاته کړه:

" ما تل غوښتل چې د ښکلي هنرونو او تمثیل په برخه کې زده کړې وکړم، خو ومې نه شو کولای، ځکه چې پیسې مو نه درلودې، په کور کې یوازې زما ورور موبایل درلود، په وار مو ترې کار اخیسته، ما په خپل نیم ساعت وار کې، ځینې فلمونه لیدل او بیا به مې همغسې تمثیل کاوه. شوق مې درلود خو غریبي وه، مور به مې ويل په راتلونکې کې غواړې چې څه شی شې؟ ویل به مې غواړم چې په فلمونو کې کار وکړم، خو مور به مې ويل چې نه کیږي دا کارونه د افغانانو لپاره نه دي. "

نواب خان: کور کې مو یو موبایل و، هغه هم د ورور، په هماغه موبایل کې مې ځینې وخت فلمونه کتل.
نواب خان: کور کې مو یو موبایل و، هغه هم د ورور، په هماغه موبایل کې مې ځینې وخت فلمونه کتل.

خو نواب خان چې ورسره د لوبغاړي کیدو مینه وه، له هڅو یې لاس وانخیست، ماتې یې ونه منله او په دې توګه یې د خپلو خوبونو د پوره کولو لپاره لومړی ګام پورته کړ.

هغه زیاتوي:

" په یو محفل کې مېلمانه وو، یو کس راغی او ویې ویل غواړې چې موډلینګ وکړې؟ زه نه پوهېدم چې موډلینګ څه ته وایي، ويل يې څو ډوله کالي درکوم وایې غونده، عکس دې اخلم ٣ زره روپۍ درکوم. زه شوکه شوم، ځکه چې ما د سهار له ٦ بجو څخه تر ماښامه درس ورکاوه او په میاشت کې مې ٣ زره روپۍ ګټلې او هغه راته د ورځې درې زره روپۍ راکول ، په همدې توګه مې د صحنو تر شا سندرې ويلې تر کومو چې د جس لیګیل په نوم له یوه لوی سندرغاړې سره مې په لید کې کار وکړ او تر اوسه مې له ٢٠٠ څخه په زياتو ویډیویي سندرو کې کار کړی."

نواب خان په ځان شپه او ورځ یوه کړه، بلاخره یوه ورځ یوې ټیلیفوني اړیکې د هغه په ژوند کې معجزه وکړه او هغه هیله چې نورو ناشونې ګڼله، په حقیقت بدله شوه.

دی په دې اړه وایي:

"زنګ راغی، ويې ويل، زه پهلاج نهلاني یم، ما موبایل قطع کړ، بیا یې زنګ راوکړ، ویل یې زه په رښتیا پهلانج نهلاني یم، ومې ويل که ته نهلاني يې راته ټکټ واخله، زه مې کار هر څه پرېږدم او درځم. ماته يې ټکټ واخیست، درې ساعته وروسته مې الوتنه وه، هوايي ډګر ته ولاړم، خو بیا مې هم له ځان سره ویل، شاید دروغ وي، تر هغه چې ممبۍ ته ورسېدم، هلته موټر راپسې راغی، ولاړم ، په دفتر کې د فلمونو لوی لوی پوسترونه اېښودل شوي وو، په اوږه مې چا لاس کېښود، ومې لیده چې پهلاج نهلانی دی، ويې ويل یو فلم لرم، که علاقه لرې چې سکرېپت درکړم."

د نواب خان د تازه خپاره شوي فلم یوه څنډه
د نواب خان د تازه خپاره شوي فلم یوه څنډه

پهلاج نهلاني یو مشهور هندي ډایرکټر دی چې په هندي سینما کې یې شاوخوا دوه سوه فلمونه تولید کړي او د اکشې کمار او ګووندا په څېر لوبغاړي یې مشهور کړي دي.

خو دا ځل د پهلاج نهلاني پام نواب خان ته شو او هغه یې د (اناري از بک) په نوم په نوي فلم کې چې د نومبر په 24 خپور شو، د مرکزي لوبغاړي د نقش لپاره غوره کړ.

په دې فلم کې نواب خان د یوه هلک رول لوبولی چې له افغانستان څخه هند ته د کار لپاره ځي او له یوې هندي نجلۍ سره مینه کوي.

په دې فلم کې له ده سره د هندي سېنما مشهورو لوبغاړو لکه: متن چکرابورتي، میشیکا او منیش همغاړي لوبغاړي دي.

تر دې وړاندې هم څو افغان لوبغاړو په هندي سېنما کې په بېلابېلو فلمونو کې کار کړی دی.

لیکوال او ژورنالېست محبوب الله خان چې د (خانان په بالیود کې) په نوم یو کتاب هم لیکلی، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

"له دې مخکې هم، له افغانستان څخه ځینې هنرمندان لکه: حشمت خان، امجد خان او فېروز خان د هند په سېنما کې لوبېدلي دي، په ١٣٧٥ کال کې، د درماتما په نوم یو فلم په افغانستان کې ثبت شوی چې همامالني او فېروز خان پکښې لوبیدلي، په ٩٠ لسيزه کې د خدا ګواه فلم په افغانستان کې ثبت شوی چې د هند نامتو هنرمند امیتاب بچن په کې رول لوبولی.دا لومړی ځل دی چې یو افغان په هندي فلم کې مرکزي رول لري."

د نواب خان د فلم یو بروشر
د نواب خان د فلم یو بروشر

محبوب الله خان د دې فلم لپاره د نواب خان غوره کول او په بالیووډ سېنما کې کار کول د افغان سېنما لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼي.

نواب خان ازادي راډيو ته وویل چې د یوې هیلې د تر لاسه کولو لپاره باید هڅه وشي چې په ژوند کې د پښېمانۍ په توګه پاتې نه شي.

دی زیاتوي:

"زموږ روان، زمونږ هیلې ماتې دي. ټول خواشيني یو، ډیر فشار او جګړه مو ليدلې. افغانانو ته مې وایم هغه هیلې چې لرئ ورپسې وګرځئ، که هر چا، ملګرو یا کورنۍ مو وویل چې نه یې شئ کولای، تاسو باور ولرئ چې تاسو کولای شئ مخ ته ولاړ شئ او د لومړي ځل لپاره هغه کس شئ ."

نواب خان په داسې حال کې په هندي سینما کې په مرکزي رول کې کار کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر سېنما سخت بندیزونه ولګول شول او د سېنما ډېر لوبغاړي له هېواده وتلي دي.

نواب خان له افغانستانه بهر له نورو افغان سېنماګرانو غوښتي چې سره یوځای شي او په افغانستان کې د سېنما د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG