د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ملا محمد حسن اخند: د فشار په توګه د کډوالو کارول د کرکې او بدبینۍ لامل کېږي


د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند
د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د فشار په توګه د کډوالو کارول د هېوادونو ترمنځ د کرکې او بدبینۍ لامل کېږي.

د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو نړیواله ورځ سږ کال داسې مهال رارسېږي چې سلګونه زره افغان کډوال د پاکستان او ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور ایستل شوي دي.

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د دوشنبې په ورځ د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د کډوالو مسئلې ته باید له سیاسي لیدلوري ونه کتل شي او د فشار په ډول دې نه کارول کېږي.

هغه ویلي چې د کډوالو د راستنېدو پروسه باید په عزت او تدریجي ډول مخته لاړه شي چې د هېوادونو ترمنځ د نفرت او بدینۍ لامل نه شي.

ملا محمد حسن اخند له هېوادونو او د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو وغوښتل چې افغان کډوال له پامه ونه غورځوي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا جوړه شوې وه، د افغانستان ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن کړل.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي

حنفي وايي: "د اقتصادي ستونزو له امله اوس هم یو شمېر ځوانان ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته کډوال کېږي، له بده مرغه د یادو هېوادونو د امنیتي ځواکونو له لوري ځینې شهیدان کېږي، ځینې په اوبو کې غرقېږي او په وروستیو کې خو د ټولو نړیوالو اصولو خلاف ګاونډیان په جبري ډول کډوال له خپلې خاورې باسي."

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې سږ کال له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۷۰۰ زره کډوال په زور افغانستان ته رالېږل شوي دي.

که څه هم د دغه وزارت چارواکي وايي، له راستنو شویو سره د خوراکي توکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي، خو ځینې راستانه شوي بیا وايي، تر اوسه هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

یو تن چې له ترکیې څخه افغانستان ته رالېږل شوی او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "نه د کډوالو وزارت، نه د کابل د کډوالو ریاست او نه هم کومې دولتي یا غیر دولتي موسسې مرسته راسره کړې ده. اوس په کرایي کور کې ژوند کوم، اقتصادي ستونزې بیخي ډېرې دي، یو زه یم او د کور نورې ټولې غړې ښځینه دي، ښځو ته د کار او زده کړو فرصت هم نه شته او له ډېرو ستونزو سره مخ یو."

له پاکستانه ایستل شوي کډوال په تورخم کې افغانستان ته د تللو لپاره شېبې شمېري. October 30, 2023
له پاکستانه ایستل شوي کډوال په تورخم کې افغانستان ته د تللو لپاره شېبې شمېري. October 30, 2023

د دې ترڅنګ ځینې نور افغان کډوال چې دا مهال په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي وايي، د بېلابېلو ستونزو ترڅنګ د اجباري ایستلو له ګواښ سره هم مخ دي.

له دې ډلې په پاکستان کې د حکمت په نوم یوه افغان کډوال ازادي راډيو ته وویل: "ټول هغه کسان چې په پاکستان کې دي، د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، څوک که کېس لري یا یې نه لري، ټول په همدې وضعېت کې دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په ۱۰۳ هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر ۸،۲ میلیونو ته رسېدلی.

څه موده وړاندې د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا 'آی او ایم' هم په یوه راپور کې ویلي وو چې یوازې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانانو د کډوالۍ لار ونیوله چې ډېرو یې لاملونه امنیتي ګواښونه، بې‌وزلي او بې کاري یاد کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG