د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو د سرپناه د نشتوالي په تړاو خبرداری ورکړل شوی


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې له پاکستانه ايستل شوي ډېری افغانان که مناسبه سرپناه پيدا نه‌کړي، ممکن د ژمي په سختو شرایطو کې مړه شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې له پاکستانه ډېری راستانه شوي افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، له خطر سره مخامخ دي او که کافي سرپناوې ونه لري، ممکمن سخت ژمي یې ژوند واخلي.

ياد سازمان په دې وروستیو کې په یوه تازه راپور کې ویلي، هغه خلک چې پولې ته رسېږي ستړیاوې یې ګاللې وي چې سم‌لاسي مرستو او هم رواني ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

'يو‌ این‌ ایچ‌ سي‌ آر' ویلي چې، دوی غواړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره د ايستلو مخه ونیسي او له پاکستان يې په ټينګار غوښتي چې د افغانانو لپاره دې تر هغو چې په عزت او خپله خوښه راستانه شوي نه وي، خوندي فضا رامنځته کړي.

یو شمېر هغه افغانان چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستانه شوي وايي، سرپناه نه‌لري او د سون‌توکو او کمپلو له لرلو پرته په يخنۍ کې شپې ورځې تېروي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوسمهال په ننګرهار کې په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوسمهال په ننګرهار کې په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.

له لغمان څخه عبدالرحمن ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه ورسره هيڅ مرسته نه‌ده شوې.

هغه وویل: "موږ یوازې د اغوستلو کالي له ځان سره راوړي، نور مو هيڅ نه‌دي راوړي. په تورخم کې موږ سره چا مرسته نه‌ده کړې. کومو کسانو چې کارتونه ورکول، ور يې نه‌کړل. اوس موږ دې ته سخته اړتيا لرو چې د کور د وسايلو سره يو سرپناه موږ ته چمتو شي، ورځ تر بلې هوا سړېږي، ژوند تېرول سخت دي."

د کابل اوسېدونکي تیمورشاه وویل: "موږ په کابل کې یو، یوه دوه خونی کور مو په پنځلس سوه افغانیو په کرایه نیولی دی. زموږ ټول مالونه او توکي په پاکستان کې پاتې شول. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ماشومان مې ټول ناروغه دي، هوا سړه ده، نه لرګي لرو او نه هم بخارۍ. نه کوم کار او ځمکه لرو، بې‌کاره ګرځو."

د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړی او ویلي یې دي چې له ۱.۷ میلیون ډېر افغانان به له دغه هېواده و ايستل شي.

طالب چارواکي وايي چې تر دې دمه له پاکستان څخه تر ۴۰۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

یو شمېر نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.

خو پاکستاني چارواکو تل د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ايستلو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG