د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د بې‌وزلۍ او بې‌ځایه کېدو د زیاتوالي خبرداری؛ له افغانانو سره په لویه کچه د مرستو غوښتنه وشوه


په کابل کې د بې وزله مېرمنو انځور. January 24, 2022
په کابل کې د بې وزله مېرمنو انځور. January 24, 2022

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، که له افغانستان سره په لویه کچه مرستې ونه شي، ممکن په دې هېواد کې په خلکو فشار ډېر او ورسره بې‌وزلي او له خپلو مېنو یې بې‌ځایه کېدل هم ډېر شي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې که له افغانستان سره په لویه کچه مرستې ونه شي، امکان لري چې په دې هېواد کې خلک له حده ډېر تر فشار لاندې راشي او ورسره بې‌وزلي، د خوندیتوب په برخه کې ګواښونه او له خپلو مېنو بې‌ځایه کېدل هم ډېر شي.

دې ادارې په خپل هغه راپور کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي، په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې ډېرې دي او یوازې بشري مرستې د هغه بحران د مهارولو لپاره بسنه نه کوي چې د شل کلنې جګړې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو او د طبیعي پېښو له امله رامنځته شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ویلي، که څه هم د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته اوس شخړې د بې ځایه کېدو اصلي لامل نه دی، خو بیا هم په دې افغانستان کې ۳.۲۵ میلیونه وګړي داخلي بې ځایه شوي دي او ۵.۵۳ میلیون وګړي یې د سیمې په هېوادونو کې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي.

د 'یو این ایچ سي آر' په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۹.۲ افغانانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده، خو زیاته کړې یې ده چې د دې ترڅنګ پاکستاني حکومت له دې هېواد څخه د ۱.۷ میلیونه بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې چې اکثره یې افغانان دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 20, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 20, 2023

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري داسې مهال له افغانانو سره د مرسته په ډېرېدو ټینګار کوي چې افغانستان ته له پاکستان څخه ځینې تازه راستانه شوي هم وايي، مرستو ته سخته اړتیا لري.

له دې ډلې د عبدالله په نوم یوه تازه راستانه شوي افغان ازادي راډيو ته وویل: "مرستو ته خو اړتیا ډېره ده، دلته د کورونو کرایې هم لوړې شوې دي او له شپږ نیم زرو تر لسو زرو پورې دي. هغه ورځ ما کور نیولو، درې وړې خونې یې په ۷ زره افغانۍ راته وویل، نو د راغلیو کډوالو ستونزې ډېرې دي، ژمی هم دی، ډېر زیات یخ به وي او په خیمو کې خو تاسې ته معلومېږي چې ګوذاره نه کېږي."

د ګل نامې په نوم افغانستان ته یوه تازه راستنه شوې هم وايي، سرپناه نه لري او د ژمي له رانږدې کېدو سره هم اوس په خیمې کې ژوند کوي.

هغې وویل: "خاوند مې مړ دی، یوه زه یم او پنځه مې اولادونه دي. خپلوانو ته مې زنګ کړی دی، خو هغوی وايي چې بې له تذکرې او ضمانت دلته کور په کرایه څوک نه ورکوي. پوله او پټی نه لرم چې څه ترې وخورم او کور هم نه لرم، نو په همدې خیمه کې به یم."

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې ناستې ته وویل چې د اکټوبر له پیله تراوسه نږدې څلور نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

دراني ویلي، هغو کسانو ته چې ویل شوي له پاکستاني ووځي چې غیرقانوني اوسېږي او کډوال نه دي.

خو د ملګرو ملتونو ځینو راپور ورکوونکو او څېړنکو هم تېره ورځ په یوه ناسته کې ویلي، هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه په زور خپل هېواد ته ستنول کېږي، له ګڼو ګواښونو سره مخ کېدلای شي.

دوی ادعا کړې وه چې افغانستان ته په بېرته ستنېدو سره به مذهبي لږه‌کي او پخواني حکومتي کارکوونکي له محاکمو سره مخ شي.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم تر دې مخکې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اندېښنه ښکاره کړې وه او له پاکستان څخه یې غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ساتنې لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

خو د پاکستان حکومت چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې، لا یې دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG