د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

د خوړو نړیوال پروګرام: افغان معلولیت لرونکو سره تبعیض کیږي


له ارشیفه د یو شمېر افغان معلولیت لرونکو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان معلولیت لرونکو تصویر

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د معلولینو کچه په کې لوړه ده.

ډبليو‌اف‌پي په یوه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شو ویلي، په افغانستان کې ډېری معلولین د تبعیض له امله هر اړخیزو زده‌کړو، روغتیا او د درملنې خدمتونو، کاري فرصتونو او بشري مرستو ته لاس‌رسی نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې استازولي وايي، ۸۰سلنه بالغ افغانان په یو ډول له روحي او جسمي ستونزو کړيږي.

د اروپايي ټولنې دغه ماموريت د يکشنبې په ورځ د معلولينو د نړيوالې ورځې په مناسبت وويل، له خپلو نورو همکارانو سره د دغو زيانمنو افغانانو لپاره د لازمو خدمتونو په وړاندې کولو کې همکارۍ ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې يو شمېر معلولين اندېښنه څرګندوي چې روغتيايي خدمتونو، کار او زده‌کړه‌ييزو خدمتونو ته لاس‌رسى نه‌لري.

افغان معلولیت لرونکي وایي چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې ستونزې تر پخوا هم زیاتې شوې دي
افغان معلولیت لرونکي وایي چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې ستونزې تر پخوا هم زیاتې شوې دي

په کابل کې یو معلولیت لرونکی عبدالله تره‌خېل وايي، اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی او د طالبانو د حکومت له لوري د میاشتنۍ درې زره افغانۍ معاش د ده د ۹ سره کورنۍ لپاره بسنه نه‌کوي.

تره خېل زیاتوي:

"اقتصاد خو دا دی صفر دی، زه خپله له دولسم ټولګي فارغ يم، غواړم يو ځای کې پر دنده وګمارل شم، کار وکړای شم. دغه ستونزې دي، مخکې به يې معلولينو ته د مياشتې ۵زره افغانۍ ورکولې اوس يې ۳زره کړي دي، هغه هم ځينې وخت ځنډول کېږي، که دا پيسې لږې زياتې شي او پر وخت ورکول شي نو زموږ ګوزاره به پرې وشي."

په کابل کې د معلولینو د شورا مشر داود سیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې تر څنګ چې دوی ته کار او نور فرصتونه برابر نه‌دي، یو شمېر معلولین ان له بشري مرستو هم بې‌برخې دي.

هغه وايي:

" کار نه‌شته، زامن مې بې‌کاره دي، کورنۍ راترغاړې ده، د کور کرايه لګښتونه دي . زموږ یو شمېر معلولين دغه د ملګرو ملتونو په مرستو ژوند کوي، نور حيران پاتې يو، چې څه وکړو."

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره هم خبرې وکړو، خو د دغه وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

بېلابېلو نړیوالو سازمانونو ویلي چې د افغانستان اوسني بشري ناورین معلولیت لرونکي هم تر نورو زیات اغېزمن کړي
بېلابېلو نړیوالو سازمانونو ویلي چې د افغانستان اوسني بشري ناورین معلولیت لرونکي هم تر نورو زیات اغېزمن کړي

خو د یکشنبې په ورځ د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت ياد وزارت په خپله ایکس‌پاڼه کې د یوه ویډیويي کلیپ په خپرولو سره ويلي، دوی ۱۸۰ زره معلولین ثبت کړي چې له دې ډلې ۱۳۰ زره یې ملکي معلولین دي.

په دغه ویډیو کې ویل شوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۰ نيم میلیارده افغانۍ د بانکونو له لارې معلولینو، یتیمانو او کونډو ته وېشل شوې دي.

د طالبانو د حکومت د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وياند زياته کړې چې د دې ترڅنګ يې د موبايل جوړولو، خياطۍ او نورو مسلکونو روزنيز پروګرامونه هم برابر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال یو شمېر معلولینو د دغه وزارت له‌خوا د دوی د معاش د کمېدو او د ځنډېدو په اړه شکایتونه کړي وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د معلوماتو له‌مخې چې د روان لمریز کال د غويي میاشتې د پنجشنبې د ورځې په پای کې خپاره شول، په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر دوه میلیونو او څلور سوه زره کسانو ته رسېدلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG