د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

يو شمېر افغان معلولان: د امتیازاتو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ یوو


ارشیف: یو معلول افغان
ارشیف: یو معلول افغان

يو شمېر افغان معلولان وايي چې د خپلو میاشتنیو امتیازاتو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نور احمد د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی چې په دواړه پښو معلول دی وايي، کابل ته د خپل امتياز اخيستو پسې تللی، خو دا چې معاش‌يې نه‌و حواله شوی، له اقتصادي ستونزو سره سره‌یې ورته هوټل کې اړولي.

نور احمد ازادي راډیو ته وايي: "کله چې يوه شپه مې ورته وکړه، البته په هوټل کې ما شپه وکړه، سبا چې ورغلم بيا هم زموږ معاش نه‌و حواله شوی، نور معلولين ورونه هم ماسره راغلي وو چې هغوی ماسره ګډه په هوټل کې شپه وکړه، نور معلولين حتی هوټل خو څه کوې په مسجدونو کې شپې کوي، هغه مربوطه ولاياتو ته ځي له خپلو ليرې پرتو ولسواليو نه د خپل معاشاتو د کتلو لپاره، هلته چې ګوري معاش‌يې نه‌دی حواله شوی."

نور احمد وايي، د معلولانو بې‌وزلۍ ته په کتو دې ورته منظم سيستم جوړ شي او خپل حقوق او امتيازات دې ورته په ټاکلي وخت ورکړل شي.

د عرفان‌الله په نوم يو بل معلول چې د کونړ ولايت اوسېدونکی دی هم له ورته ستونزې سره مخ دی.

هغه د خپل ځان او نورو معلولانو ليدلی حال ازادي راډيو ته داسې وايي: "د ليرې پرتو ولسواليو څخه ملګري راځي، دلته ورته په جوماتونو کې شپې کوي، د معلولينو شمېر بېخي زيات دی، مشکلات بېخي د اندازې څخه اوښتي دي، معلولين ورونه راځي، دلته ورته دوه درې شپې کوي، هغه هم د کرايې پيسې يې له چا څخه راقرض کړې وي."

بل پلو کابل 'د معلوليت محدوديت نه‌دی' ټولنې مسوول سيد محمد صابر هم د معلولانو ياده ستونزه مني او وايي، اوسمهال د معلولانو د حقونو او امتيازاتو د ورکړې سيستم کې ګډوډي رامنځته شوې.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "چې څرنګه وزارت شهدا او معلولين، د معلوليت لرونکو وګړو لپاره، کوم حقوق چې دي، کوم امتيازات دي هغه کې خنډ واقع شوی دی، زياتره ورته پر خپل وخت او معينه نېټه باندې نه ورکول کېږي، نو زياتره معلوليت لرونکي وګړي هغه له ليرې پرتو ولايتونو څخه دلته راځي، دوی په رسټورانټونو او هوټلونو کې مېشته کېږي چې د اوسېدلو ځای هم نه‌لري."

ارشیف: یو شمېر افغان معلولان
ارشیف: یو شمېر افغان معلولان

د شهيدانو د وارثينو او معلولانو دا ستونزه اوسنۍ نه‌ده، بلکې کلونه کلونه کېږي دوی له ورته ستونزو شکايت کوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له پالېسۍ سره سم د هر شهيد وارث ته د مياشتې دوه زره افغانۍ، ملکي معلول ته د هر معلول غړي پر سر درې زره افغانۍ او د نظامي د هر معلول غړي پر سر پنځه زره افغانۍ مياشتنی معاش ورکول کېږي.

دا معاش بيا په شپږو مياشتو او کال کې يو ځل ورکول کېږي.

دا چې د معلولانو ستونزو او پر وخت د دوی حقوق او امتيازاتو ورکولو ته د طالبانو حکومت د شهيدانو او معلولانو چارو وزارت کومې اسانتياوې چمتو کړي، د ياد وزارت وياند فيصل خاموش په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو څو ورځې وړاندې 'ملت ته د دولت د حساب ورکونې' په پروګرام کې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولانو وزارت معين عبدالحکيم حقاني وويل، دوی په تېر کال کې د شهيدانو وارثينو، معلولينو، کونډو، يتيمانو او بې‌وزلو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې وې.

هغه ویلي: "د ټولنيز ادغام په موخه د قوانينو، ستراتېژيو، طرحو او د رغنده مشورو په ورکولو سره د يتيمانو، کونډو او معلولينو د ژوند د ښه فعاليتونو لپاره او د يو باثباته او يوې ګټورې ادارې په توګه د تثبيت او ثبت او د مياشتنۍ نغدي مرستو په برخه کې مو فعاليتونه اغېزمن، شفاف او خوندي چاپېريال کې وړاندې کړي."

نوموړي دا هم وويل چې اوسمهال ټول هېواد کې ۶۳۸،۹۵۴ تنه معلولين، کونډې او يتيمان ثبت شوي چې په دې کې ۱۸۰،۴۴۹ معلولين دي چې له ډلې يې ۱۴۹،۶۷۲ نارينه او ۳۰۷،۷۷ تنه‌یې ښځينه معلولانې دي.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د روان کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په وروستۍ نېټه ویلي وو چې روان ۲۰۲۳ میلادي کال په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې له معلولیت سره ژوند کوي، دوه ميلیونه او ۴ لکه کسانو ته رسېږي.

اوچا اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې بشري بحران د دې هېواد پر هغو وګړو چې معلول دي، خورا زیاتې اغېزې کړې دي.

د طالبانو حکومت د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولان داسې مهال د خپلو امکاناتو د ښه کېدو خبره کوي چې ډېری معلولانو وايي، د دوی مياشتني امتيازات کم دي او د بې‌وزلۍ له امله ان خپل معاش اخيستلو په خاطر د ولايتونو مرکزونو ته د تګ کرايه هم نه‌لري.

XS
SM
MD
LG