د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د معلولیت لرونکو د ملاتړ یوه ډله: افغان معلولیت لرونکي تر نورو د مرستو زیات مستحق دي


یو افغان معلولیت لرونکی - تصویر: ارشیف
یو افغان معلولیت لرونکی - تصویر: ارشیف

د معلولیت د شاملولو کاري ډلې (DIWG) په یوه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې خپور شو، ویلي چې معلولیت لرونکي خلک په ټولنه کې زیانمن او ګوښه کړل شوي خلک دي او باید د بشري او پرمختیایي مرستو د ترلاسه کونکو په سر کې ځاى ولري.

دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال د اسیا فاونډېشن سروې ښيي چې په دغه هېواد کې ۱۳،۹ سلنه وګړي معلولیت لري.

د معلولیت د شمول کاري ډلې په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي د نشتوالي او د محدودو ځانګړو مرستو له امله اکثره معلولین نه شي کولای دغو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي، چې دې کار د دوی پر ژوند او ټولنیزې هوساینې منفي اغېز کړی دی.

دغه سازمان وايي، چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره ځانګړو خدمتونو ته د لاسرسي په موخه یې معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د چوکاټ جوړولو کار پیل کړی، چې موخه یې د معلولینو د سکتور د فعالانو ترمنځ همغږي او د معلولیت لرونکو وګړو خدمتونو ته د لاسرسي زیاتوالی دی.

دا چوکاټ کولی شي له هغو فعالینو سره مرسته وکړي، چې بشري مرستې چمتو کوي او د نورو شریکانو سره مرسته کوي چې معلولیت لرونکي خلک په یوه ځانګړي ولایت کې مناسبو خدماتو ته معرفي کړي.

خو په افغانستان کې یو شمیر معلولین د بشري مرستو او ان د کلني معاش له نه ورکول کېدو سر ټکوي.

د فارياب ولايت اوسېدونکى حميدالله چې د برېښنا د شاک له امله يې دوه لاسونه او يوه پښه پرې شوي، وايي چې دوه کاله وړاندې يې يوه پښه چې روغه وه، د مرمۍ د لګېدو له امله ټپي شوې وه او په وينا يې ډاکټران وايي، دا پښه یې باید د ټپونو له امله پرې شي.

هغه ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه هېڅ مرستندويه ادارې ورسره مرسته نه ده کړې.

یو بل افغان معلولیت لرونکی - تصویر له ارشیفه
یو بل افغان معلولیت لرونکی - تصویر له ارشیفه

هغه ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه هېڅ مرستندويه ادارې ورسره مرسته نه ده کړې.

حميدالله وایي:

"تر اوسه چا له موږ سره مرسته نه ده کړې، نه مې مالي وس شته او نه به هم څوک راسره مرسته وکړي. زه په مزار، شبرغان او تخار کې سوالګري کوم، له همدې سوالګرۍ څخه خپل ژوند تېروم، دوی دې له ما سره مرسته وکړي. او یوه هټۍ دې راته پرانیزي، زه به په کې بوخت شم او نور به مې لاس چاته اوږد نه کړم."

د تخار ولایت یو تن معلول غلام رسول رنجبر هم وايي، حقوق یې نه ورکول کېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"دوى ولې د معلولينو معاش نه ورکوي دوى خو ځانته اسلامي حکومت وايي اسلامي حکومت خو بايد د خپل ولس له حاله خبروي خپل نور مصارف دې کم کړي دوى بايد د معلولينو او متقاعدینو حقونه ورکړي."

خان ولیزاده چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، ازادي راډيو ته وویل، په تېرو دوو کلونو کې یې نه معاش اخیستی او نه یې هم بشري مرستو ته لاسرسی موندلی دی.

وليزاده وویل:

"ډېره سخته ده هېڅ حد نه لري چې له خپلو ستونزو ووايو يو د معيوبيت معاش و هغه هم د طالبانو حکومت راباندې ودراوه ټول په بد وضيعت کې يو هېڅوک د چا له کوره خبر نه دې، خداى د وکړي چې د معيوبينو معاش بېرته ورکړل شي."

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پالیسۍ له مخې، د هر ملکي معلول میاشتنی معاش درې زره افغانۍ او د هر نظامي معیوب پنځه زره افغانۍ دی چې په هرو شپږو میاشتو یا کال کې يو وار ورکول کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند په دې اړه زمونږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني « ملت ته د حکومت د حساب ورکولو» په نوم په یوه غونډه کې ادعا وکړه ،چې په تېر يو کال کې دوی يتيمانو او اړمنو، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او کونډو ته یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

هغه وویل، چې په افغانستان کې د معلولینو شمېر شاوخوا ۱۸۰ زره دی.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د روان کال د غويي میاشتې په ورستیو کې اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر دوه میلیونه او څلور سوه زرو تنو ته ورسېږي.

اوچا اندېښنه وښوده ،چې په افغانستان کې به بشري ناورین د دغه هېواد د معلولیت لرونکو وګړو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG