د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

ملګرو ملتونو د ژمي په درشل کې له پاکستانه د بې‌اسناده افغانانو پر ایستلو اندېښنه وښوده


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال د افغانستان پر لور روان دي. November 3, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال د افغانستان پر لور روان دي. November 3, 2023

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د ژمي په درشل کې له پاکستانه د بې‌اسناده افغانانو پر ایستلو اندېښنه وښوده.

د ژمي په درشل کې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج دوام، د ملګرو ملتونو د یوې ادارې اندېښنه پارولې ده.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه افغانان داسې وخت خپل هېواد ته اخراجېږي چې افغانستان له وړاندې له ناوړه بشري وضعیت سره مخامخ دی.

هغه وايي: "موږ پر پوله د ملګرو ملتونو له نورو ادارو، دغه راز له ملي او نړیوالو غیردولتي شریکانو سره کار کوو. اوسني حاکمان او افغانستان له خپله اړخه کار کوي. دوی خلک پروسس کوي، مرسته یې کوي او خپلو اصلي سیمو ته د کورنیو د ستنېدو لپاره د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابروي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې وضعیت له وړاندې کړکېچن دی چې ژمی راروان دی او هوا ډېره سړه شوې ده او دغه هېواد له ناوړه او خرابېدونکي بشري وضعیت سره مخامخ دی چې څه باندې دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له پاکستانه زیات افغانان په تشو لاسونو افغانستان ته ایستل کېږي او ځینې یې حتی نه پوهېږي چېرې لاړ شي، ځکه نه د استوګنې لپاره سرپناه نه لري او نه هم کاروبار.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال په تورخم کې د افغانستان لور ته د اوښتو شېبې شمېري. October 30, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال په تورخم کې د افغانستان لور ته د اوښتو شېبې شمېري. October 30, 2023

دین محمد بلوچ چې په وروستیو کې له پاکستانه کابل ته ایستل شوی وايي، کلونه یې په پاکستان کې خواري وکړه، خو اخر تش لاس اخراج کړای شو.

هغه وویل: "هلته ژوند بهتره و. یو څوک چې یوځای ۴۵ کاله تېر کړي، هغه هېواد یې خپل په هېواد بدلېږي. موږ خو هغه هېواد خپل بللی و. خدای هغسې ونه کړل. داسې وخت هم راغی چې پوځیان راغلل کور یې کلابند کړ، زما اولادونه یې بوتلل بندیان یې کړل. د شپې پسې ورغلم ۴۰زره-۵۰زره روپۍ مې ورکړې چې هغوی خوشې کړم. هغوی راته وویل چې خپل هېواد ته لاړ شئ که نه ښځې مو هم بندیانوم او سړي هم."

په افغانستان کې اوونۍ وروسته ژمی پیلېږي، خو د دغه هېواد په زیاتو برخو کې هوا له وړاندې سړه شوې او زیاتې ایستل شوې کورنۍ وايي، نه پوهېږي خپل اولادونه څنګه ماړه کړي.

په همدې حال کې د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا سیف دي چلډرن پرون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د میلیونونو هغو ماشومانو په باب اندېښنه ښودلې چې په نوي میلادي کال به هم د لوږې له ستونزې سره مخامخ وي.

دغې ادارې ویلي، نږدې ۸ میلیونه ماشومان یعنې په درېیو کې یو ماشوم به په نوي میلادي کال کې د بحران تر سطحې لوږې سره مخامخ وي.

هغه هم داسې مهال چې سړې هوا له وړاندې هغو خلکو ته ستونزې پېښې کړي چې زلزلو او اقتصادي رکود له وړاندې زیات کړولي دي.

په بریتانیا کې دېره دغه نړیواله اداره وايي اټکل کېږي چې ۱۵ میلیونه او اته لکه وګړي به چې د افغانستان د وګړو څه باندې یو پر درېیمه برخه جوړوي، د ۲۰۲۴م کال تر مارچ میاشتې مخکې د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ شي چې نیمايي به یې، یعنې ۷ میلیونه او ۸ لکه به یې ماشومان وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG