د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د افغانانو په ګډون اروپا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ ۱۷ سلنه زیاتوالی


له ارشیفه د یو شمېر کدوالو کورنیو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر کدوالو کورنیو تصویر

اروپايي ټولنه وايي، د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۳۵۵زره او ۳۰۰ کډوال په ناقانونه توګه د اروپا پولو ته داخل شوي دي.

د اروپايي ټولنې د سرحدونو او ساحل ساتونکو ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې دا شمېره د ۲۰۲۲ کال د ورته وخت په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښیې او د ۲۰۱۶کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په راپور کې ويل شوي، په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ډېر هغه کډوال چې اروپا ته په ناقانونه توګه ننوتلي د افغانستان، سوریې او ګیني اتباع دي.

یو شمېر افغانان چې سږ کال له بېلابېلو لارو په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته داخل شوي، دوی د خپلې کډوالۍ لامل د افغانستان نامعلوم وضعیت، اقتصادي ستونزې او امنیتي ګواښونه بولي.

د دوی له ډلې يو نعیم دی چې د ناقانونه کډوالۍ د ځینو ستونزو په اړه يې ازادي راډيو ته وویل:

" زموږ په لاره کې اصلي ستونزه د انساني قاچاق وړونکو نه پوهېدل وو، ځکه چې موږ ډېر وخت نه درلود، موږ باید له بیلاروس څخه راووځو او سړه هوا بله لویه ستونزه وه، داسې خلک هم وو چې په هغه ځنګل کې لس، ۱۵، ۲۰ ورځې او یوه میاشت وږي، تږي او بې‌خوړو پاتې وو."

ناقانونه کډوال د ژوند او ګڼو نورو خطرونو په بیه پر خطرناکو لارو اروپا ته د تګ هڅه کوي
ناقانونه کډوال د ژوند او ګڼو نورو خطرونو په بیه پر خطرناکو لارو اروپا ته د تګ هڅه کوي

د دوی له ډلې يو بل تن حبيب‌الله ازادي راډيو ته وويل:

" له سقوط وروسته موږ ایران ته لاړو، له ایران څخه وروسته ترکیه، له ترکیې څخه یونان، له یونان څخه ۶،۷ نور هېوادونه، البانیا، کرواسي او مونتني ګرو او تر دې چې جرمني ته ورسېدو. په لاره کې مو یو مړی ولید، موږ حتی د ترکیې په پوله یا دې غاړې کې د انسان کوپړۍ ولیدله کله چې موږ له ترکیې څخه یونان ته راغلو زموږ کښتۍ ډوبه شوه، نږدې وو چې غرق شو، خو یوه سوداګریزه کښتۍ راغله او موږ یې وژغورلو."

ډېری افغانان چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته کډوال شوي، دوی د خپلې کډوالۍ یو اصلي لامل امنیتي ګواښونه بولي.

خو د طالبانو د حکومت ویاندويانو په وار وار ادعا کړې چې د خپل مشر د بښنې فرمان ته ژمن دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، میلیونونه افغانان د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله له دغه هېواده ووتل، چې ډېری یې په پاکستان او ایران کې مېشت شول او یو شمېر یې د قانوني او له نا قانونه لارو اروپايي هېوادونو ته کډوال شول.

XS
SM
MD
LG