د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

یونان: ترکیه په ناقانونه توګه د کډوالو له راتګ سره مرسته کوي


د ترکیې له لارې یونان ته تلونکي کډوال
د ترکیې له لارې یونان ته تلونکي کډوال

یونان ادعا کوي چې ترکیه له هغه ځایه د ناقانونه کډوالو او پناه غوښتونکو بېړۍ د یونان اوبو ته لېږي.

یونان او ترکیه چې اروپا ته د کډوالو د راتګ لاره پرې سپره ده، د ځینو مسایلو پرسر هوکړه نه لري.

په مدیترانې سمندر کې د انرژۍ پر سرچینو نانندرۍ او د یونان او ترکیې ترمنځ د کډوالو پرسر د تېرکال شخړه د اتن او انقرې ترمنځ د اختلافي مسایلو له ډلې دي.

د ناټو د دغو غړو ترمنځ تېرکال هغه مهال لانجه راغله چې زرګونه پناه غوښتونکو له ترکیې د یونان پرځمکنیو سرحدونو هجوم ور وړ.

ترکیه کې یو شمېر کډوال
ترکیه کې یو شمېر کډوال

د یونان د کډوالو وزیر نوتیزمیتاراچي ویلي، د دوی ساحلي ساتونکو پرون جمعه (د وري ۱۳مه) په څو پېښو کې د ترکي ساتونکو د لاس لرلو خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، د ترکیې سمندري ځواکونه ان د اروپا تر پولې پورې د پناه غوښتونکو بېړۍ بدرګه کوي.

میتاراچي په یوه ثبت شوي پيغام کې ویلي: "له شک پرته چې پناه غوښتونکي د ترکیې له سواحلو شړل شوي، په حقیقت کې د ترکیې په مرسته له خطر پرته د یونان سواحلو ته لېږدول شوي دي."

ده له ترکیې وغوښتل چې دغه 'بې دلیله' تحرکات ودروي.

د ترکیې دفاع وزارت تراوسه د یونان د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو بهرنیو چارو وزارت یې په دې اړه بې خبري ښودلې.

ترکیې بیا تور پورې کړی چې یونان په مدیترانې سمندر کې د دوی له بیړیو سره ناوړه چلند کړی دی، هغه چلند چې انقرې پارونکی بللی دی.

د یونان ساحلي ساتونکي وایي، همدا پرون جمعه هم د ترکیې د سمندري ګارډ په ملتیا د کډوالو یوه بېړۍ د یونان اوبو ته ننوته.

ترکیې بیا تور پورې کړی چې یونان په مدیترانې سمندر کې د دوی له بیړیو سره ناوړه چلند کړی
ترکیې بیا تور پورې کړی چې یونان په مدیترانې سمندر کې د دوی له بیړیو سره ناوړه چلند کړی

دوی وایي، یوه بله پېښه کې دوه ترکي بیړیو هڅه وکړه چې د کډوالو یوه بیړۍ د یونان اوبو ته ولېږدوي.

په درېیمه پېښه کې د یوناني چارواکو په خبره، د ترکیې د سمندري ځواکونو یوې بېړۍ له لیزبوس ټاپو نه لږ لېرې د یونان اوبو ته ننوتلې او د دغه هېواد یوې سمندرې ګزمې ته یې مزاحمت کړی دی.

یونان د اروپایي ټولنې هغه غړی دی چې له ترکیې سره سمندري او وچه پوله لري.

دا د افغانستان، ایران، سوریې، عراق او یو شمېر نورو هېوادونو کډوالو لپاره اروپا ته د ناقانونه تګ لاره ده.

له کله چې یونان، بلغاریا او پرهمدې لارې پرتو یو شمېر نورو هېوادونو د کډوالو پرمخ خپلې پولې وتړلې، لسګونه زره دا کډوال ترکیه کې بند پاتې شول.

XS
SM
MD
LG