د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د بهر ته تلونکو افغان کډوالو لپاره د پاکستان تازه پرېکړې


پاکستان کې مېشت یو شمېر هفه افغان کډوال چې نورو هېوادونو ته د تلو قضیې لري - تصویر له ارشیفه
پاکستان کې مېشت یو شمېر هفه افغان کډوال چې نورو هېوادونو ته د تلو قضیې لري - تصویر له ارشیفه

یو شمېر افغانان په پاکستان کې دې ته شپې ورځې سبا کوي چې په کوم اروپایي هېواد، امریکا یا استرالیا کې د کډوال په توګه ومنل شي.

دا هغه کډوال دي چې کله د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیوه، دوی پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځایه درېیم هېواد ته ولاړ شي.

په اسلام اباد کې کابینې د چارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د روانې ډسمبر میاشتې د یو دېرشمې په ځای به په پاکستان کې د دغو کډوالو د اوسیدو لپاره د دوه زره څلرویشتم کال د فبروري تر نهه ویشتمې نېټې پورې وخت تمدید شي.

دا افغانان امریکا ته د پنا وړلو قضیې لري
دا افغانان امریکا ته د پنا وړلو قضیې لري

د کابینې د پرېکړې له مخې، که چېرته تر دې مودې وروسته دا افغانان په پاکستان کې پاتې شول اته سوه ډالر به جریمه کیږي او د میاشتې سل ډالره به حکومت ته ورکوي.

د پاکستان د اطلاعات وزیر غلام مرتضی سولنګي وویل چې په کابینه کې دا پرېکړه هم وشوه چې هغه افغانان چې له پاکستانه لویدیځو هیوادونو ته ځي، هغوی به اوس د سړي سر څلور سوه ډالر ورکوي، پخوا یې له هر کسه اته سوه ډالر اخیستې.

پاکستان د اکتوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې څه باندې اوولس لکه افغان کډوال چې د دوی په وینا په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري له خپلې خاورې باسي.

له دې ډلې د ځینو راپورونو له مخې، تر اوسه تر څلور نیم لکه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د طالبانو تحریک یو شمېر غړي - تصویر له ارشیفه
د پاکستان د طالبانو تحریک یو شمېر غړي - تصویر له ارشیفه

پاکستان وروسته تر دې دا پرېکړه وکړه چې تور یې پورې کړ چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې بریدونه په پاکستان کې زیات شوي دي او دې ډلې ته په کابل کې واکمنو طالبانو پناه ورکړې ده.

په ورته وخت کې پاکستان په اکتوبر کې وویل چې د اګست په میاشت کې د جولای په پرتله یو پنځوس فیصده بریدونه زیات شوي دي.

تر دې وروسته په پاکستان کې د نا امنیو پېښې نورې هم زیاتې شوې دي، تر ټولو خونړۍ یوه یې د سې شنبې په ورځ په دیره اسماعیل خان کې وه چې د پوځیانو په یوه مرکز کې د پاکستان د پوځ په وینا درویشت عسکر او شپږ برید کوونکي ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG