د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د یوه پاکستاني چارواکي لخوا له افغانستان څخه د ډېره اسماعیل خان د برید د غچ اخیستو غوښتنه


د بلوچستان د اطلاعاتو موقت وزیر جان اچکزی
د بلوچستان د اطلاعاتو موقت وزیر جان اچکزی

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز د برید په غبرګون کې د بلوچستان د اطلاعاتو موقت وزیر جان اچکزي ویلي، دې ترهګریز برید د پاکستان د ملي امنیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې او دوی باید په افغانستان کې د غچ اخستونکو بریدونو په اړه فکر وکړي.

هغه نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، یوازې غبرګون بسنه نه‌کوي؛ بلکې دوی باید په افغانستان کې د غچ اخیستونکو بریدونو، ځانګړو عملیاتو، هوايي بریدونو، له افغانستان سره د پولو تړلو او د ټولو افغان کډوالو ویستو په اړه فکر وکړي.

هغه په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو د له‌منځه وړو او نښه کولو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو بې‌پیلوټه الوتکو ته د اډو ورکولو وړاندیز هم کړی.

جان اچکزي زیاته کړې، باید طالبانو ته پیغام واستول شي چې دوی نور دوه‌مخې لوبه نه‌شي زغملای.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوه پاکستاني چارواکي د دې تُوندو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو په ډېره اسماعیل خان کې یې له برید وروسته د پاکستان له لوري د طالبانو شارژدافیر احضارولو په غبرګون کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې دا برید په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.

مجاهد: پاکستان دې خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، هره موضوع بل هېواد سره تړل حل لاره نه ده.
مجاهد: پاکستان دې خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، هره موضوع بل هېواد سره تړل حل لاره نه ده.

مجاهد ویلي:

"هغوی باید خپل امنیت ته جدي پام وکړي، هره موضوع بل هېواد سره تړل حل‌لار نه‌ده. په هر حال موږ هغه موضوعات څېړو چې دوی مطرح کړي دي. "

په ډېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو په یوه مرکز برید کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د خپلو ۲۳ پوځیانو او ۶ وسله‌‌والو وژل تایید کړي دي.

د ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو له برید وروسته، پرون د پاکستان د بهرنیو چارو اسلام اباد کې د طالبانو حکومت شارژدافېر هم احضار کړی او خپل شدید احتجاج یې ورسره شریک کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې دوی د طالبانو حکومت شارژدافېر ته ویلي چې خپل حکومت ته دا پیغام ورسوي چې د دې برید پلټنه وکړي، د عاملانو پر وړاندې یې سخت ګام واخلي، د برید عاملان او افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شته مشران دې پاکستان ته وسپاري او د پاکستان پر ضد؛ د افغانستان د خاورې کارول کېدو مخه دې ونیسي.

یوه بله ستونزه چې په پاکستان کې له نا امنۍ وروسته ورسره افغان کډوال مخ کېږي، له دوی سره د پاکستاني حکومت او امنیتي ځواکونو چلند دی.

د طالبانو او پاکستان ناندریو پاکستان مېشتي افغان کډوال اندېښمن کړي چې نور به هم ورسره ناوړه چلند زیات شي
د طالبانو او پاکستان ناندریو پاکستان مېشتي افغان کډوال اندېښمن کړي چې نور به هم ورسره ناوړه چلند زیات شي

داسې مهال چې د افغان کډوالو د ایستو لړۍ لا هم روانه ده، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال اندېښمن دي چې شاید له نا مناسب چلند سره مخ شي.

په اسلام‌‌اباد کې مېشته یوه افغان کډواله وایي:

"په کور کې چې اوسېږم، ځواب یې را کړی چې ووځه. بل کور هم څوک نه‌ راکوي. له دوو کلونو زیات کېږي چې دلته راغلې یم، اولادونه مې بې‌تعلیمه پاتې دي او شپه او ورځ مو په دې اندېښنه تېږېږي چې کله به پولیس راځي او موږ به له دې ځای وباسي. "

د پاکستان موقت حکومت او پوځي چارواکو وروستیو کې په پاکستان کې د نا امنۍ له امله د پړې ګوته افغانستان ته نیولې او ادعا یې کړې چې برید کوونکي او پلان جوړوونکي یې افغانستان کې ځای پر ځای دي.

د پاکستان د پوځ مشر او تر څنګ یې یو شمېر نورو چارواکو دا ادعا هم چې وروستیو کې په پاکستان نږدې ۱۴ ځانمرګي بریدونه د افغانانو له‌خوا شوي.

خو د طالبانو حکومت یې تل دا ادعاوې رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG