د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

په پلازمېنه اسلام‌اباد کې وسله‌والو غلو یو افغان کډوال وژلی


د عبدالمصویر په نوم د افغان کډوال مړی چې پرون په اسلام‌اباد کې د وسله‌والو غلو له‌خوا وژل شوی و، کابل ته وړل شوی دی.

د یکشنبې په ورځ ماسپښین د اسلام‌اباد د 'پېښور مور' سیمه کې د عبدالمصویر په نوم یو افغان کډوال د وسله‌والو غلو له‌خوا ووژل شو.

د هغه ملګري وايي، چې جسد يې اوس کابل ته لېږدول شوى او ټاکل شوې له جرمني څخه د هغه د پلار تر رسېدو وروسته په کاپيسا ولايت کې خاورو ته وسپارل شي.

همایون مرادي چې د عبدالمصویر نږدې ملګری دی او اوس د پاکستان په اسلام‌اباد کې اوسېږي، وايي چې غلو پر عبدالمصوير د پیسو او مبایل ټیلیفون په خاطر برید کړی دی.

نوموړي د يادې پېښې په اړه ازادي راډيو ته داسې وويل: "هغه له کوره وتلى و او بانک ته روان و چې يو څه پيسې ورته حواله شوې وې، کله چې له بانک څخه راووت، په موټرسايکل سپاره درېيو کسانو د هغه ټليفونونه واخيستل چې وروسته غله دوه درې هوايي ډزې هم کوي. کله چې هغه له یو غل سره ښکېل کېږي، هغه په سينه کې په چاقو وهي او شهيدېږي."

د هغه په وينا، عبدالمصوير له څه مودې راهيسې د پاکستان په اسلام‌اباد کې له خپلې مېرمنې او کوچنيو ماشومانو سره اوسېده او ټاکل شوې وه چې د دوسيې تر بشپړېدو وروسته کاناډا ته ولاړ شي.

دې پېښې د یو شمېر نورو هغو افغان کډوالو اندېښنې هم راپارولې چې د کډوالۍ د دوسیو د پرمخ بیولو لپاره پاکستان ته تللي دي.

ایمل او ازادي راډيو ته وويل: "د خواشينۍ وړ ده او هغه پېښه چې رامنځته شوه یوه غمجنه پېښه ده. موږ له کډوال منونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانانو د لېږد بهیر چټک کړي، څو افغانان له داسې امنیتي پېښو سره مخ نه‌شي."

یو بله کډواله مدينه وايية "دا پېښه ډېره د اندېښنې وړ وه، بايد د داسې پېښو مخه ونيول شي. موږ افغانانو له مجبوريت او د خپل ژوند د دوام لپاره خپل هېواد پرېښودو، خو دلته هم ارام نه يو."

دوی د پاکستان له حکومت څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د پاکستان په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا مسوولان دغې پېښې ته په اشارې سره وايي چې په پاکستان کې مېشت افغانان له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

د يادې شورا مرستیال میوند علمي افغان ازادي راډیو ته وویل: "زموږ کډوال ډېرې ستونزې لري، په ځانګړې توګه په پاکستان کې، کار نه‌شته، ژوند نه‌شته، اقتصاد نه‌شته، د ویزو ستونزې شته، نوي کول یې ستونزمن دي او له هغو هېوادونو څخه چې کډوال مني د لېږد پروسه يې چټکه نه‌ده، ټولې ستونزې دي."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د ډسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له‌مخې چې د روان زېږديز کال په نیمايي کې خپره شوه، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۸،۲ میلیونه افغانان د نړۍ په ۱۲۳ هېوادونو کې کډوال دي، چې میلیونونه یې په پاکستان کې ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG