د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د ملګرو ملتونو یو مقام: نړیواله ټولنه دې پر افغان ښځو او نجونو خپل تمرکز ته دوام ورکړي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

افغانستان ته له پنځه ورځني سفر وروسته د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د اسیا پاسیفیک څانګې مشر پیو سمیټ وايي، د افغان ښځو او نجونو کړاو دوام لري او نړیواله ټولنه باید پر افغانستان خپل تمرکز له لاسه ور نه کړي.

د سې شنبې په ورځ (ډسمبر 12)، ښاغلي سمیټ په هغه ویډیو کې چې پر اېکس شبکې خپره کړې ویلي:

"ما له ښځو او نجونو سره ولیدل او زه به په یاد ولرم چې دوی ماته د خپګان، غم او نا امیدۍ ریښتینې کیسې وکړې، او ځینې یې د ځان وژنې احساس کوي ځکه چې دوی راتلونکي ته هیڅ هیله نه لري."

یو شمېر افغان مېرمنې چې د طلبانو تر څار لاندې نړیوالې بشري مرستې ترلاسه کوي
یو شمېر افغان مېرمنې چې د طلبانو تر څار لاندې نړیوالې بشري مرستې ترلاسه کوي

پیو سمیټ دا هم وویل چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې پاتې شي، ځکه چې افغان ځوانان ډېر هیله بښونکي دي.

هغه زیاته کړې ده:

" د افغانستان ځوانان باید د نړیوالې ټولنې لپاره د الهام سرچینه وي، ترڅو خپلې ژمنې او ګډون تازه کړي. کله چې موږ ووایو چې موږ ستاسو سره یو، موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې افغانان زموږ غږ واوري او دا افغان میرمنو او نجونو ته زما پیغام دی."

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د اسيا پاسفيک څانګې مشر په کابل کې له ملالۍ روغتون څخه د ليدنې پر مهال ډاډ ورکړ چې د ملګرو ملتونو اداره به د ښځو لپاره د وړيا روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له دغه روغتون سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پیو سمیټ یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید خپل تمرکز پر افغانستان، افغان ښځو او نجونو له لاسه ورنکړي، ځکه دوی په دغه هېواد کې له څو اوږدمهاله بحرانونو سره لاس او ګریوان دي.

د هرات یو شمېر زلزله ځپلې ښځې او ماشومان
د هرات یو شمېر زلزله ځپلې ښځې او ماشومان

د هغه په خبره، د هرات په ولایت کې وروستیو زلزلو او ناورینونو او له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنولو د لړۍ په چټکېدو سره د افغانستان حالات لا کړکېچن شوي دي.

هرات ولایت د روان کال د اکټوبر میاشتې له پیل راهیسې د څو سختو زلزلو او ټکانونو شاهد و، چې د اکتوبر د اوومې زلزله یې تر ټولو خونړۍ وه. په داسې حال کې چې تر اوسه له دغو زلزله ځپلو سره پوره مرسته نه ده شوې، پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پیل کړل.

د پاکستاني او طالب چارواکو په وینا، د دې پروسې له پیل تر اوسه څه باندې ۴۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استول شوي او د دغه هیواد د خلکو پر اوږو فشار یې لا پسې زیات کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG