د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

دوحې غونډه؛ د افغان ښځو د حقونو محرومیت موضوع یې د بحث یوه برخه ده


د دوحې یوه څنډه. عکس تزئیني بڼه لري.
د دوحې یوه څنډه. عکس تزئیني بڼه لري.

له خپلو حقونو د ښځو د بې برخې کېدو موضوع د دوحې فارمټ غونډې د بحثونو یوه برخه ده.

د قطر پلازمېنه دوحه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د دوحې فارمت نړیوالې غونډې کوربه دی چې په کې د نړۍ مهم مسایل مطرح کېږي.

د دوحې د غونډې د اجنډا له مخې به د غونډې په دوو برخو کې په افغانستان کې د ښځو پر ستونزو هم بحث وشي.

"د هغې" ښځې"لپاره زده کړه، د ټولو لپاره پرمختګ" د قطر د ناورین او بشردوستانه مطالعاتو مرکز لخوا د دوحې فارمټ غونډې یوه برخه ده چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو په اړه بحث کوي.

د دغې غونډې بل بحث 'افغان ښځې د افغانستان د ثبات سرچینه' په نوم د دغه هېواد په ثبات او پرمختګ کې د افغان ښځو د ونډې موضوع ته ځانګړی شوی دی.

د طالبانو حکومت تراوسه دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې د افغانستان په اړه جوړېدونکو غونډو ته د دوی د حکومت د استازو بلنه اړینه ده.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

خو په افغانستان کې له زده کړو محرومې نجونې له دې غونډو څه تمه لري؟

له دې ډلې زینت مومند ازادي راډیو ته وویل: "کله چې طالبان راغلل او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې یې د نجونو پر مخ وتړلې، زموږ ټولې هیلې له منځه ولاړې. اوس چې په قطر کې دا ناسته ترسره کېږي، په دې هیله یو چې داسې یوه ناسته وي چې د افغان نجونو په ګټه وي او داسې یوه پرېکړه وکړي چې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې بېرته د نجونو پر مخ خلاصې شي."

دغه راز زلفا محمدي وویل: "له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوی، د نجونو زده کړې وروسته پاتې دي، هغوی نور نه شي کولای چې داسې دوام ورکړي. په رښتیا هم چې دغه زیانګالې طبقې او هغه کسان چې بهر کې د زده کړې توان نه لري، ډېر زیان لیدلی دی."

د قطر د ناورین او بشردوستانه مطالعاتو مرکز د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شنبې په ورځ د لوړپوړو کارپوهانو، افغان سیاستوالو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د 'افغان ښځو د زده کړې نړیوال کنفرانس' په نوم یو ورکشاپ جوړ کړ.

دغه مرکز په یوې اعلامیه کې ویلي، دغه کسان ځکه راټول شوي چې ټولشموله زده کړو ته د افغان نجونو په لاسرسي، شته محدودویت ته حل لاره ولټوي.

ټاکل شوې چې د دغه ورکشاپ موندنې د دوحې د غونډې په یوه برخه کې وړاندې شي.

اعلامیې زیاته کړې چې د یکشنبې په غونډه کې به د ټولشموله رسمي زده کړو د بیا پیل لپاره وړاندیزونه وشي چې د ټولنې پر بنسټ بریالۍ زده کړې، د ډیجیټلي حل لارو پلي کول او د نړیوال شراکت له لارې د اړینو مالي سرچینو تنظیمول په کې شامل دي.

د قطر د بحران او بشردوستانه مطالعاتو مرکز چې په دوحه کې یو خپلواک څېړنیز مرکز دی، ویلي یې دی چې دوی په دوامداره توګه هڅه کوي چې د ملاتړ، منځګړیتوب او په ځانګړې توګه د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو سره د همکارۍ له لارې زده کړو ته د افغان نجونو او ښځو لاسرسی زیات کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه وزارت د اسیايي څانګې د مدیر یوسف بن سلطان لارم په حواله د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، نوموړي د شنبې ورځې ورکشاپ کې وویل چې قطر د افغان ښځو د زده کړې د حقونو پر اهمیت ټینګار کوي.

په اعلامیه کې د نوموړي په حواله راغلي چې دا مسئله یوازې د برابرۍ په اړه نه ده بلکې زده کړې د دوی د اساسي حقونو او حیثیت د ساتلو لپاره یو مهم ګام دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه شان ویل شوي چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا چارو مدیر جاتمیکو پراستیو، د ټولشموله زده کړو لپاره د واقعي او ملموسې حل‌لارې او د نړیوال ملاتړ د دوام پر اړتیا ټینګار کړی او د نجونو او ښځو د زده کړې د حقونو د ملاتړ لپاره یېد سیاستونو پلي کول ضروري ګڼلي دي.

د يادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ کې پر ښځو د نورو بنديزونو تر څنګ، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوي او له يو کال راهيسې یې پوهنتونونو ته پر تګ هم بنديز لګول شوى دی.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

داسې ادعا چې ظاهراً افغان مېرمنو، نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او ډېرو اسلامي هېوادونو ته د منلو وړ نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG