د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د افغانستان په اړه د امنیت شورا د دې اوونۍ غونډه؛ تمې او غوښتنې څه دي؟


د امنیت شورا د یوې غونډې تصویر له ارشیفه
د امنیت شورا د یوې غونډې تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله وايي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه راروانه دوشنبې (د ډسمبر په ۱۱ مه) په ملګرو ملتونو کې د سویس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازولیو په کوربه توب جوړېږي.

هیدربار پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا غونډه د افغانستان د خپلواکې ارزونې په راپور کې د راغلو وړاندیزونو د تطبیق په اړه د بحث لپاره په پام کې ده.

مېرمن بار زیاتوي:

" په دې برخه کې چې امنیت شورا به د افغانستان د خپلواکې اروزنې د راپور له ترلاسه کولو وروسته څه کوي د شفافیت نشتوالی زموږ اندېښنې زیاتې کړي. دوی لومړی د بندو دروازو شا ته بحث وکړ. هلته یوه ځانګړي تنظیموونکي چې د خپلواکې ارزونې د بهیر مشري یې کوله، غړو هېوادونو ته معلومات ورکړل او ورپسې د دې راپور په اړه د بحث لپاره د بندو درازو تر شا د امنیت شورا پټه غونډه جوړه شوه او راروانه اونۍ د ډسمبر په ۱۱مه د سویس، جاپان او متحده عربي اماراتو په بلنه د بندو دروازو شاته بله غونډه جوړېږي څو د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د راپور پر وړاندیزونو بحث وکړي."

هیدر بار ، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله
هیدر بار ، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله

د بشري حقونو د څار سازمان دې جګپوړې چارواکې همداراز وویل، هغه ښځې او نجونې او نور افغانان چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو له سرغړونو څخه کړېږي، حق لري چې په دې پوه شي چې د امنیت شورا په غونډه کې د څه شي په اړه خبرې کېږي او دوی باید په دې خبرو کې شاملې وي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي چې په روانه دسمبر میاشت کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي خو د غونډې دقیقه نېټه یې نه ده ښودلې.

دې شورا ویلي چې تمه ده په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا، پر افغانستان د بندیزونو د کمیټې مشر او د مدني ټولنو یو استازی خبرې وکړي او ورپسې به بحثونه دوام وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه د خپلو ارزونو راپور شاوخوا یوه میاشت مخکې امنیت شورا ته وړاندې کړ.

د دې راپور د مسودې له مخې چې رسنیو ترلاسه کړې وه سینیرلي اوغلو د طالبانو له حکومته غوښتي چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکړي.

په ارزونه کې همداراز ویل شوي چې په ټولو نړیوالو سیسټمونو او ټولنو کې د افغانستان د بیا شمولیت لپاره افغان مېرمنې باید په ټولنه کې د ګډون او مشرۍ حق ولري.

په ارزونه کې دا هم راغلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د څو میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو لپاره یوه بېړنۍ حل لاره ومومي.

د طالبانو د قیوداتو پر ضد د افغان ښځو د یوې اعتراضیه غونډې تصویر
د طالبانو د قیوداتو پر ضد د افغان ښځو د یوې اعتراضیه غونډې تصویر

که څه هم طالبان له څه باندې دوو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن شوي خو د دوی حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

بشري حقونو؛ په تېره د ښځو حقونو ته نه درناوی یو له هغو دلایلو ګڼل کېږي چې نړیوالو تراوسه د طالبانو حکومت د رسمیت نه پېژندنې لپاره وړاندې کړي.

طالبانو له څه باندې ۸۰۰ ورځو راهیسې له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو د ښوونځیو دروازې بندې کړي او نژدې یوکال مخکې یې د نجونو پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګاوه.

همداراز په ډېری کورنیو او د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی.

طالب چارواکي وايي، دا د افغانستان کورني مسایل دي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG