د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

یوناما: په افغانستان کې د شیعه مذهبو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی


د کابل په دشت برچي کې چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي وو او نهه نور ټپیان وو. October 27, 2023
د کابل په دشت برچي کې چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي وو او نهه نور ټپیان وو. October 27, 2023

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، په افغانستان کې د شیعه مذهبو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی.

یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه د کابل، هرات او بغلان وروستیو پېښو ته چې شیعه وګړي په کې په نښه شوي وو، اشاره کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

یوناما د دې پېښو په اړه د څېړنې او له عاملانو سره یې د حساب کتاب غوښتنه کړې او همدا شان یې ویلي چې د هغو کسانو امنیت باید خوندي شي چې له خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې د وروستیو پېښو د قربانیانو ځینې کورنۍ هم اندېښمنې دي او د طالبانو له حکومت څخه د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کوي.

په شیعه وګړو وروستی برید چې د لیندۍ میاشتې په لسمه نېټه په هرات کې وشو، دوه شیعه دیني عالمان او څلور ښځې په کې ووژل شول.

په دې پېښه کې د وژل شوي محسن حامدي د کورنۍ غړي علي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو حکومته وغوښتل چې د نوموړي قاتلان ونیسي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د خلکو امنیت خوندي کړي.

حامدي وویل: "له بده مرغه د خپل کور څنګ ته یې په ډېر بې رحمانه ډول شهید او موږ یې داغداره کړو. زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د دغسې بې ګناه وګړو چې هېڅ یې هم کړي نه دي، دښمنان او قاتلان یې پیدا کړي. یوازېنۍ غوښتنه مو همدا ده چې جدي اقدام وکړي او د خلکو امنیت وساتي، له دې ورهاخوا بله غوښتنه نه لرو. اوس په زړه داغداره یو او روحي وضعیت مې هم ښه نه دی."

علي همدا شان وايي، تر دې مخکې د هرات په جبرئیل ښارګوتي کې په شیعه وګړو تر برید وروسته طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی و چې دا ډول پېښې به نه تکرارېږي، خو په وینا یې ورپسې بله خونړۍ پېښه هم وشوه چې د دوی اندېښنې یې لا ډېرې کړې دي.

په افغانستان کې د شعیه علماوو د امامیه شورا مرستیال سید جعفر عادلي حسیني هم طالبان د شیعه ګانو د امنیت په برخه کې په بې تفاوتۍ تورنوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "اوسنی حاکمیت نه یوازې د خلکو د خوندیتوب لپاره اقدام نه کوي، بلکې د سراسري امنیت د ادعا په کولو سره هڅه کوي چې د دې غمجنو پېښو ترڅنګ بې تفاوته تېر شي او پټې یې کړي چې د سراسري امنیت ادعا یې له پوښتنې سره مخ نه شي."

د طالبانو حکومت د یوناما وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په ټول افغانستان کې د امنیت د خوندیتوب ادعاوې او ژمنې کړې دي.

په هرات ولایت کې په شیعه مذهبو تر برید مخکې د لړم په ۱۶مه هم د کابل په دشت برچي سیمه کې د یوې چادونې له امله ۷ تنه شیعه وګړي ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول، د همدې میاشتې په ۸مه نېټه د کابل د دشت برچي په یو ورزشي کلب کې هم چاودنه وشوه چې له امله یې څلور تنه ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.

همدا ډول د تلې په میاشت کې د بغلان په مرکز په پلخمري کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنه وشوه چې ۷ لمونځ کوونکي یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

دا د وروستیو هغو پېښو شمېرې دي چې د طالبانو د حکومت له لوري له رسنیو سره شریکې کړي او د ډېرو دې پېښو مسوولیت هم د داعش ډلې اخیستی دی.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې دوی په افغانستان کې داعش ډله ځپلې ده، خو د دغې ډلې د ګواښونو او حملو په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم د پخوا په شان په خپل ځای دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG