د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

هرات کې پر شیعه ګانو پرله پسې بریدونه؛ دوی ولې په نښه کېږي؟


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د هرات ښار په شیعه مېشتې سیمه جبرییل ښارګوټي کې پرون ۶ کسان په یوه وسله والو برید کې ووژل شول.

راپورونه وايي چې وسله والو کسانو په ریکشا کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې او په نتیجه کې یې دوه شیعه عالمان او څلور نور خلک چې مېرمنې هم پکې وې ووژل شول.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت بېګا ناوخته پر خپله اېکس پاڼه دا پېښه یوه تروریستي حمله او بریدکوونکي یې ناپېژانده وسله وال بللي دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش منلې وه.

تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شیعه ګانو پر مذهبي مرکزونو بریدونه شوي
تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شیعه ګانو پر مذهبي مرکزونو بریدونه شوي

د جبرییل ښارګوټي د عالمانو شورا رییس مطهري حجتیه له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې که څه هم کومې ځانګړې ډلې ته ګوته ونه نیوله، خو ویې وویل چې د دې حملو هدف په افغانستان کې د فرقوي تاوتریخوالي اور ته لمن وهل دي.

دا همغه کار دی چې اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې په هغه تورنه ده.

مطهري په دې اړه وویل:

"زموږ حدس او تصور دا دی چې دا ډول تروریستي حملې هغه ډلې کوي چې هم د شیعه ټولنو مخالفې دي هم د اسلامي امارت، څو هم عالمان شهیدان کړي، هم د خلکو احساسات وپاروي او هم ښايي د دوی بل هدف په افغانستان کې د قومي او مذهبي اختلافونو جوړول وي څو شیعه ګان د اهل سنتو پرضد او اهل سنت د شیعه ګانو پرضد وپاروي."

پرونۍ پېښه د تېرې اونۍ حملې ته ډېره ورته وه. د تېرې جمعې په ورځ وسله والو موټرسایکل سپرو په جبرییل ښارګوټي کې د شیعه عالمانو د شورا دوه غړي رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي ووژل.

په افغانستان کې چې کله پر شیعه ګانو د برید خبره شې د ټولو پاملرنه د اسلامي دولت ډلې داعش خوا ته اوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال په ترڅ کې په نړۍ کې تروریستي فعالیتونو ته کتنه پکې شوې وویل، د داعش ډلې خراسان څانګې پر طالبانو او ملکي افغان وګړو په تېره په شیعه ګانو حملې کړې دي.

پر شیعه ګانو د زیاتو بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی دی
پر شیعه ګانو د زیاتو بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی دی

د امنیتي چارواکو شنونکی لطیف متین وايي د افغانستان شیعه ټولنې له دوو ګواښونو سره مخامخ دي.

هغه په دې اړه وایي:

"یو د تندلارو وسله والو له خوا چې د اهل حدیت او وهابیت د مکتب د تعلیماتو په اساس کفار ورته ښکاريږي. او دوهمه د پخوانیو سیاسیونو د کړیو له لوري چې غواړي له واکمن نظام سره یې د وسله والې مقابلې لپاره چمتو کړي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته او له هغه مخکې د افغانستان شیعه ټولنې په ډېرو هدفي تروریستي حملو کې په نښه شوې دي.

د ډېرو دې حملو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

طالبان وايي د خپلې څه باندې دوه کلنې واکمنۍ په اوږدو کې یې د داعش ډلې لسګونه وسله وال وژلي یا نیولي دي.

دوی ادعا کوي چې دا ډله یې له افغانستانه ورکه کړې، خو شیعه فعالان تور لګوي چې طالبانو د شیعه ټولنو د خوندیتوب لپاره هېڅ نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG