د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

یو شمېر کارپوهان: د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور طالبانو ته خبرداری دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د ۲۰۲۲ کال په کلني راپور کې چې تېره جمعه یې خپور کړ، ویلي که څه هم د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به د ترهګرو ډلو له خوا د امریکا او متحدینو پر ضد د بریدونو لپاره کار نه اخیستل کېږی، خو د تحریک طالبان پاکستان او داعش د عناصرو د بهرنیو عملیاتو د مخنیوي په برخه کې یې وړتیا روښانه نه ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د القاعدې، داعش او نورو سیمه ییزو ترهګرو ډلو عناصر اوس هم په افغانستان کې فعال دي.

د سیاسي چارو پوه میرویس اشفته د دغه راپور موندنې د طالبانو حکومت ته یو خبرداری ګڼي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"کوم تورونه چې د ګاونډیانو په ځانګړې توګه د تاجکستان لخوا په دې برخه کې پر مونږ لګېږي د سرپرست حکومت نه پاملرنه چې له خلکو سره خپلې اړیکې نه ټینګوي او یوازې په زور او فشار سره حکومت کوي، بې عدالتي او بې کاري هم ډېره ده په ټولنه کې، دا ټول د نارضايتۍ لاملونه دا تورونه پياوړي کوي، چې بايد پاملرنه ورته وشي او په کارونو کې يو څه شفافيت رامنځته شي، که نه نو دا يو ډول خبردارى ګڼل کیدای شي".

د طالبانو حکومت تر اوسه د د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې تر دې یې تل ټینګار کړی چې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د امریکا، د امريکا ملاتړو او نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د داعش ډلې خراسان څانګې د افغان ملکیانو په تېره بیا د شیعه ګانو او طالبانو پر ضد تروریستي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

وړاندې په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان ګاونډیان له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي او داعش ډلې په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې له پولې هاخوا بریدونه کړي او پر لویدیځ یې د بریدونو هڅې خوندي کړي.

راپور زیاتوي چې القاعده او ورسره تړلې ډلې د دې وړتیا نه لري چې په مستقیم ډول له افغانستان څخه پر متحده ایالاتو برید وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې زیاته کړې چې طالبانو د داعش له خراسان څانګې سره چې دوی یې د ځان وړاندې اصلي ګواښ ګنلو مبارزه کړې ده خو دوی بیا هم نورو ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي.

هغه خبره چې د طالبانو د حکومت ویاندویانو تل رد کړې ده.

د امنیتي چارو پوه اسدالله ندیم هم وايي چې ترهګرې ډلې له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې موجودې دي، خو طالبان له دوی سره په انتخابي ډول مبارزه کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې واک ته له بیاځلي رسېدو وروسته طالبانو له دغو ډلو نه د نيابتي او تروریستي موخو لپاره کار نه دی اخیستی او په ټکو یې تر کومه چې طالبانو نه وي غوښتي دا ترهګرې شبکې په هېڅ ځای کې عملیات نه شي کولی.

ندیم زیاتوي:

"په جدي توګه ټینګار کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې خپلسري کارونه ونه کړي، دا د دې شبکو مسوولینو ته تل د طالبانو د استخباراتي چارواکو ټینګار وي، دا شبکې فعالې او ژوندۍ دي، خو په افغانستان کې د یوه بالقوه ځواک په توګه حضور لري. څو چې طالبانو نه وي غوښتي دا شبکې په هیڅ ځای کې عملیات نه شي کولی."

د طالبانو یو شمېر ځواکونه
د طالبانو یو شمېر ځواکونه

ياد راپور کې دا هم ویل شوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان پولې ته څېرمه د افغانستان خاوره د خوندي پټنځای په توګه کاروي. هغه خبره چې پاکستاني چارواکو هم په وار - وار کړې ده خو د طالبانو حکومت تل د ادعاوې رد کړې دي او دا موضوعات يې د پاکستان خپلمنځي ستونزې ګڼلي دي.

د امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر په دې باور دی چې د ترهګرۍ ځپل د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د قدرتونو همغږي ته اړتیا لري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"تر څو چې دا ټول فکرونه سره یو نه شي او د سیمې د هېوادونو او لویو قدرتونو ترمنځ همکاري نه وي، زه فکر نه کوم چې وبه کولى شو په افغانستان کې ترهګري له منځه یوسو."

په دې راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۰مه د امریکا په هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدلو مخکې، ده ته په کابل کې پناه ورکړې وه او کوربه توب یې کړی و.

د طالبانو حکومت ویلي چې هغه مهال په افغانستان کې د القاعدې شبکې د مشر له موجودیت نه و خبر و او ویلي یې دي چې په دې اړه څېړنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستانه د وتلو په اړه خپلې تېروتنې او ناکامۍ مني ویلي و ده دا خبره کړې وه، چې القاعده به نور په افغانستان کې پاتې نه شي او دوی به له طالبانو مرسته وغواړي چې د نوموړي په ټکو اوس يې دا خبره رېښتيا شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG