د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د طالبانو له حکومته د پاکستان نهیلي؛ زهرا بلوچ: د ټي ټي پي پر وړاندې اغېزناک ګام نه اخلي


له ارشیفه د پاکستاني طالبانو تحریک د یو شمېر وسله والو تصویر
له ارشیفه د پاکستاني طالبانو تحریک د یو شمېر وسله والو تصویر

په داسې حال کې چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ ظاهرا اړیکې ترېنګلې ښکاري، پاکستان وايي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د غړو پر وړاندې د اقداماتو په برخه کې د طالبانو له حکومته ناهیلی شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د "اغېزناکو" اقداماتو په اړه د اسلام اباد د بیا -بیا غوښتنو سره هم کومه پایله نه لیدل کیږي.

خو نوموړې وویل چې په دې برخه کې له طالب چارواکو سره لا هم خبرې روانې دي او دوی هیله لري چې افغان طالبان به د ټي ټي پي پر وړاندې چې د دې په خبره، په افغانستان کې پټنځایونه لري جدي اقدامات وکړي او خپلې ژمنې به عملي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ

اغلې بلوچ وویل چې دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان د غړو په اړه ثبوتونه او غوښتنې سپارلي او هیله لري چې طالبان به یې په اړه غور وکړي.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان له افغان طالبانو د حافظ بهادرګل تر څنګ د ټي ټي پي د نورو غړو د سپارلو غوښتنه هم کړې وویل چې په دې اړه استخباراتي مسولین کار کوي او دا یې په اړه نور معلومات نه شي ورکولای.

د تېرې نومبر میاشتې په شپږ ویشتمه د خیبر پښتونخوا په بنو کې په پاکستاني ځواکونو له انتحاري حملې وروسته پاکستان په افغانستان د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د ټي ټي پي مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او دوی ته یې وسپاري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تازه څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې او د تحریک طالبان پاکستان مسله د دې هېواد کورنۍ ستونزه یاده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو ستونزو رېښه په خپل هېواد کې ولټوي.

دا په داسې حال کې ده پرون یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د پاکستان سرپرست حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر به ډول برید ته چې له ګاونډي هېواد ( افغانستان) سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي، خو نه د پاکستان موقت حکومت او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي دي.

د امنیتي چارو یو شمېر افغان پوهان هم وايي پاکستان تل د خپل بام واورې پر نورو اچولي او هڅه کوي د نورو لپاره ترهګرې ډلې وروزي.

پخوانی افغان جنرال، اجمل عمر شینواری
پخوانی افغان جنرال، اجمل عمر شینواری

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د امنیتي ځواکونو عمومي ویاند او پوځي کارپوه اجمل عمر شینواري ازادي راډيو ته وویل:

" ټولې تروریستي ډلې چې اوس مهال په افغانستان کې فعالې دي، مراکز یې، اکمالات یې، تمویل او فکري ځالي یې لا هم په پاکستان کې دي، دا هېواد د خپلو بدو او مغرضو سیاستونو پایلې نن خپله ګوري او دا ورته ثابتیږي چې له تروریزم نه د ملاتړ له امله اوس دوی خپله متضرر دي."

د امنیتي چارو بل پوه احمد خان اندړ هم ورته نظر لري او وايي پاکستان دې په نورو د تورونو د پورې کولو پر ځای د خپلو خلکو امنیت ټینګ کړي.

اندړ زیاتوي:

"دوی ډيرې تروریستې ډلې په خپله روزلې دي، او اوس چې ځينې یې د دوی پر وړاندې دریځ خپل کړی دی دا د دوی کورنۍ موضوع ده. د خپلو خلکو امنیت دې ټینګ کړي او د خپل بام واوره دې زموږ خوا ته نه اچوي."

پاکستان کې له څه مودې راهیسې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي چې دغه هېواد پکې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نیسي
پاکستان کې له څه مودې راهیسې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي چې دغه هېواد پکې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نیسي

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي او پاکستان ادعا کوي چې دا حملې له افغانستانه پلان کیږي.

په دې هېواد کې د تحریک طالبان وروستي برېد څو ورځې وړاندې د بنو – میران شاه پر لویه لاره وشو چې له امله یې ۱۶ پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپيان شول.

له انتحاري برید وروسته په داسې حال کې چې مسوولیت یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ومانه، پاکستان ادعا وکړه چې انتحار کوونکی افغان و.

پر افغانستان واکمن طالبان تر اوسه د دغې ادعا په اړه چوپه خوله دي.

د یادونې ده چې پاکستان په وار -وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستاني طالبانو سره په اړیکو او دوی ته په خوندي ځای برابرولو تورن کړي، خو د طالبانو حکومت تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG