د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

کاکړ: ټي ټي پي له افغانستان بریدونه او طالبان یې ننداره کوي، دا د زغملو نه ده


د پاکستان صدراعظم، انورالحق کاکړ
د پاکستان صدراعظم، انورالحق کاکړ

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان ډله د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه؛ بلکې د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای ده.

کاکړ له جیونیوز ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، دا خبره د زغم نه‌ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کېږي او طالبان یې یوازې ننداره کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستانه د سرپرست صدراعظم د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې په ځلونو ازادي راډیو ته ویلي؛ دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکارول شي.

خو د پاکستان سرپرست صدراعظم بیا وايي، طالبان په دې ښه پوهېږي چې د "ټي‌ټي‌پي "کسان له کومه ځایه د پاکستان ضد عملیات کوي.

نوموړی زیاتوي، "طالبان باید دا پرېکړه وکړي چې تحریک طالبان پاکستان"TTP" موږ ته سپاري او که په ضد یې خپله لاس په کارېږي. "

انوارالحق کاکړ په دې مرکه کې دوه کاله وړاندې په کابل کې د پاکستاني پلاوي او تحریک طالبان پاکستان د غړو ترمنځ مذاکراتو ته هم اشاره کړې او زیاتوي، په دې مذاکراتو کې په عملي توګه د ټي‌ټي‌پی کسان دخیل وو.

د پاکستان سرپرست صدراعظم دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې یې هم په ځلونو د طالبانو په حکومت بېلابېلې نیوکې کړي او ان د هغوی اوسنی رژیم یې غیرمشروع بللی.

د نومبر په ۸مه په اسلام‌اباد کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې د پاکستان سرپرست صدراعظم دا هم وویل چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې یو پاکستاني لوړ پوړې پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له حکومت غوښتي و چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

پاکستان بیا- بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي د پتنځایونو د موجودیت ادعا کړې، خو د کابل واکمنو رد کړی
پاکستان بیا- بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي د پتنځایونو د موجودیت ادعا کړې، خو د کابل واکمنو رد کړی

اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم د "Ambassadors' Lounge" په نوم انلاین رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې نږدې ۶زره وسله‌وال شته چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې په بریدونو کې لاس لري.

خو د طالبانو حکومت یې دا ادعا رد کړه.

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د کسانو شتون او په پاکستان کې له نا امنۍ سره د افغانانو د تړاو په اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په ګډون یو شمېر نورو چارواکو هم ورته انتقادونه کړي.

خو موده وړاندې د طالبانو حکومت په یوه مفصله اعلامیه کې د دې ادعاوو په ځواب کې وویل، افغانستان په سیمه کې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG