د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

بنو کې وروستي برید ته غبرګون؛ پاکستان د طالبانو حکومت ته د سخت ځواب ورکولو خبرداری ورکړ


د طالبانو او پاکستان بیرغونه
د طالبانو او پاکستان بیرغونه

یو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان موقت حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر به ډول برید ته، چې له ګاونډي هېواد سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي.

د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د سفارت د سرپرست تر احضار وروسته اوس یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان موقت حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر ډول برید ته، چې له ګاونډي هېواد سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي.

له ډلې ایکسپرس ټریبیون په اسلام اباد کې موضوع څخه د با خبرو سرچینو له قوله د نومبر په ۳۰مه لیکلي چې دا خبرداری د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې په بنو کې له وروستي برید وروسته چې د دوی په ټکو د یوه افغان له خوا تر سره شو، لېږدول شوی دی.

داسې مهال چې د دې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان حکومت د دې خبرداري په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې په ځلونو ویلي چې دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکارول شي.

د راپورونو له مخې دا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې ۱۶م ځانمرګی برید دی چې د پاکستان حکومت په ټکو د ګاونډي هېواد د تبعه له خوا ترسره کېږي.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت
په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت

درې ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر احضار کړ او د دې پېښې په اړه یې خپل سخت اعتراض ورسره شریک کړ.

د پاکستان موقت حکومت د افغانستان سفارت له سرپرست غوښتي وو چې د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي او عاملان دې یې ونیسي او یا یې هم وځپي.

د پاکستاني رسنیو په راپور کې راغلي سرچينو زياته کړې چې د پاکستان حکومت د طالبانو حکومت ته په ناڅرګندو ټکو ويلي چې که دا ډول بريدونه دوام وکړي، د هېواد له لوري به يې سخت غبرګون وښودل شي.

خو دا چې دا سخت غبرګون به څه وي، په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د امنیتي چارو افغان شنونکی محمد اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان 'ټي ټي پي' پر پتنځایونو د پاکستان حکومت د تېر کال هوايي بریدونو ته په کتو پاکستان په افغانستان کې یواځې د هوايي عملیاتو وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه: "د طالبانو مشر دا خبره کړې چې د افغانستان فضا زموږ په کنترول کې نه ده. پاکستان يوازېنی امکانات چې لري هغه دا دی چې د ډرون، 'بې پيلوټه الوتکو' په کارولو سره کولای شي چې خپل موخې ترلاسه کړي، خو پاکستان نه شي کولای چې د افغانستان دننه کوم نظامي عملیات ترسره کړي."

مخکې هم د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستاني طالبانو پر ضد هوايي عملیت کړي وو.

د امنیتي چارو بل افغان شنونکی اسد الله ندیم بیا وايي چې د طالبانو حکومت نه شي کولای 'ټي ټي پي' کنترول کړي او له دوی څخه د پاکستان حکومت دغه غوښتنه له حقیقت څخه لرې ده.

اسد الله ندیم
اسد الله ندیم

ندیم وویل: "د افغانستان طالبان پر 'ټي ټي پي' دومره کنترول نه لري چې په پاکستان کې د دوی د عملیاتو مخه ونیسي. طالبان پوهېږي چې که دوی د ټي ټي پي څخه تسلیحاتي او یا مدیریتي ملاتړ وکړي، د دوی لپاره یو خطر رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول دا چې د پاکستان پوځ ډېر ځواکمن دی، قوي هوايي او راکټي ځواکونه لري، نو دوی د پاکستان د پوځ پر وړاندې زیانمنونکي دي او دا کار هېڅ وخت نه کوي."

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د کسانو شتون او په پاکستان کې له ناامنۍ سره د افغانانو د تړاو په اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په ګډون د دې هېواد یو شمېر نورو چارواکو هم ورته انتقادونه کړي.

د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

خو موده وړاندې د طالبانو حکومت په یوه مفصله اعلامیه کې د دې ادعاوو په ځواب کې وویل، افغانستان په سیمه کې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی.

خو له پاکستاني طالبانو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا هم څو ځل یادونه کړې.

د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې د روان کال د جون په لومړیو کې په خپل راپور کې روښانه کړه چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان سره پیاوړې اړیکې لري او تر خوا یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.

خو د طالبانو حکومت یې دا راپور هغه مهال رد کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG