د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

پاکستان له طالبانو د 'حافظ ګل بهادر' د نیولو او دوی ته د ورسپارلو غوښتنه کړې


ارشیف: د ډیورنډ کرښې په یوه څنډه کې پاکستاني طالبان
ارشیف: د ډیورنډ کرښې په یوه څنډه کې پاکستاني طالبان

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې دې هېواد د طالبانو له حکومت غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان یو مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او دوی ته یې وسپاري.

په بنو کې د نومبر په ۲۶مه په پاکستاني ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر احضار کړی او د دې پېښې په اړه یې خپل سخت اعتراض ورسره شریک کړی دی.

پاکستاني حکومت ادعا کړې چې دا برید د یوه افغان تبعه له‌خوا شوی، داسې مهال چې مسوولیت یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.

جیو نیوز او یو شمېر نورو پاکستاني رسنیو د ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان شفارت له سرپرست غوښتي چې د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي او عاملان دې یې ونیسي او یا یې هم وځپي.

په خبر کې دا هم لیکل شوي چې پاکستان د طالبانو د دې استازي په وسیله د طالبانو له حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه له‌منځه یوسي او د تحریک طالبان پاکستان یو مشر حافظ ګل بهادر هم ونیسي او دوی ته یې وسپاري.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت
په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، تراوسه د دې موضوع په اړه غبرګون او معلومات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د پاکستان د دې غوښتنې او د پاکستان په ناامنۍ کې د افغانستان د لاس‌ لرلو په اړه د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د کسانو شتون او په پاکستان کې له ناامنۍ سره د افغانانو د تړاو په اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په ګډون یو شمېر نورو چارواکو هم ورته انتقادونه کړي.

خو موده وړاندې د طالبانو حکومت په یوه مفصله اعلامیه کې د دې ادعاوو په ځواب کې وویل، افغانستان په سیمه کې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی.

هاخوا د امنیتي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په پاکستان کې روان بریدونه د دې هېواد دننه پلانېږي او عاملان یې هم په دې هېواد کې دي.

محمد اسحاق اتمر
محمد اسحاق اتمر

له دوی محمد اسحاق اتمر ازادي راډ‌یو ته وویل: "ډېر پاکستاني طالبان خپله په پاکستان کې اوسېږي. دوی په شمالي او جنوبي وزیرستان او د باجوړ په سیمو کې دي. که بیا هم د تحریک طالبان پاکستان مشر په افغانستان کې وي هم، طالبان به یې پاکستاني مقاماتو ته و نه سپاري."

د امنیتي چارو بل شنونکی احمدخان اندړ بیا وايي، پاکستان د خپلو ناکامو پالیسیو بیه پرې کوي.

اندړ وویل: "پاکستان چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د مور په نوم یادېږي، نه یوازې ټي‌ټي‌پي، بلکې ډېرې نورې ترهګرې او افراطي ډلې دوی خپله جوړې کړي دي. د پاکستان د استخباراتو او پوځ په دې کې لوی لاس دی."

خو له پاکستاني طالبانو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا هم څو ځل یادونه کړې.

د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې د روان کال د جون په لومړیو کې په خپل راپور کې روښانه کړه چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان سره پیاوړې اړیکې لري او تر خوا یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.

خو د طالبانو حکومت یې دا راپور هغه مهال رد کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG