د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

امیري طالبانو ته: د نجونو زده‌کړو ته په اجازې ورکولو په رسمیت نه پېژندل کېږئ


د دوحې مارمټ غونډه
د دوحې مارمټ غونډه

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، له طالبانو سره اړیکې یواځې د نجونو د ښوونځیو په پرانیستلو نه شي عادي کېدای.

د دوحې فارمټ یو اصلي بحث د طالبانو له لوري له زده کړو د افغان نجونو د محرومولو په سر څرخېده.

دغه بحث کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې له زده کړو او کاره د افغان نجونو او ښځو د محرومولو په برخه کې د طالبانو پر تګلارې نیوکه وکړه.

اغلې امیري د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل به د طالبانو د رسمیت پېژندنې لار هواره کړي وویل: "موږ د عادي سازي اصطلاح کاروو نه د رسمیت پېژندنې دا یواځې یو ساده چک نه دی چې د نجونو د زده کړو اجازه ورکړئ او تاسو به په رسمیت وپېژندل شئ. دا یوه پروسه ده چې موږ له باقي نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ مخته ځو او د طالبانو لپاره ډېر څه کول په کار دي چې دا ډول عادي سازي ترلاسه کړي."

د طالبانو حکومت تراوسه دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې د افغانستان په اړه جوړېدونکو غونډو ته د دوی د حکومت د استازو بلنه اړینه ده.

د بحث کوربنې له رینا امیري وپوښتل چې د افغان نجونو د تعلیم په تړاو داسې بحثونو کې د طالبانو حضور څومره مهم دی؟ اغلې امیري په ځواب کې وویل چې طالبان قطعاً د نجونو او ښځو د کار، تعلیم او داسې مسایلو پر سر له افغان ښځو او افغان استازیو سره له ناستې ډډه کوي.

هغې زیاته کړه امریکا په وار وار طالبانو ته خبرداری ورکړی چې تر څو د ښځو او نجونو د کار او زده کړو او نورو بشري حقونو درناوی ونه کړي امریکا او نړیواله ټولنه ورسره مخته نه شي تللی.

په دې غونډه کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي په نړیوالې ټولنې په راس کې پر امریکا کلکه نیوکه وکړه چې پوره درې کاله یې په همدې دوحه کې د افغان جمهوري نظام د استازیو له حضور پرته له طالبانو سره خبرې وکړې او بلآخره د دې په خبره د جمهوري نظام ستنې یو په یو ماتې شوې.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي
د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي

هغې وویل دا د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې طالبان د نجونو او ښځو د حقونو د منلو لپاره قانع کړي.

خو رنګینې حمیدي ډاډ څرګند کړ چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو سربېره لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغې زیاته کړه: "دا یو حقیقت دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې په خپل رسمي یونیفورم سپین ټیکري او تورو جامو کې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي، خو ایا دا په دې معنی ده چې ښځو او نجونو ژوند پرېښی؟ هو سمه ده چې مراکز تړل شوي، زیات او زیات محدودیتونه دي. د ۲۰۲۱ کال له اګست مخکې فعاله ځایونه نور نه لیدل کېږي، خو دا باور چې نجونې او ښځې د خپلې راتلونکې د بدلولو وړتیا نه لري هغه څه دي چې زه د یوې مور او یوې افغان مېرمنې په توګه نه منم."

د دوحې فارمټ په دې دور کې د افغانستان د ښځو او نورو بشري حقونو په اړه دوه بحثونه پلان شوي.

د دوحې فارمټ غونډې د قطر د ناورین او بشردوستانه مطالعاتو مرکز لخوا جوړې شوي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په ګډون د نړۍ د ځینو هېوادونو رهبران او د بشر او ښځو حقونو فعالان ور بلل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG