د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د حجاب نه مراعتولو په نوم ورسره د پولیسو شخړه؛ ایرانۍ زده کوونکې له ۳ ورځو راهیسې کوما کې ده


د ګشت ارشاد په نوم د ایران مذهبي پولیس د پېښې عامل ګڼل کیږي - تصویر له ارشیفه
د ګشت ارشاد په نوم د ایران مذهبي پولیس د پېښې عامل ګڼل کیږي - تصویر له ارشیفه

په ایران کې د ښوونځي یوه ۱۶ کلنه نجلۍ چې د حجاب نه مراعاتولو له کبله د ادعا له مخې له پولیسو سره په شخړه اوښتې، په درېیمه ورځ هم د کوما په حالت کې وه.

دغه نجلۍ ارمیتا ګراوند نومیږي او ویل کیږي چې د کوما لامل یې مغزي خونریزي ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې نجلۍ قضیه د بلې ایرانۍ پیغلې مهسا امیني قضیې ته ورته بلل شوې چې یو کال وړاندې د پولیسو تر شکنجې وروسته روغتون کې مړه شوه.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو فردا څانګه وایي چې شپاړس کلنه ارمیتا ګراوند د سر په کوپړۍ او مغزو کې د خونریزي له کبله لا هم په کوما حالت کې ده.

دا خبره د ایران د فجر روغتون یوې سرچینې چې همدا ارمیتا هم په کې بستر ده، د چهارشنبې په ورځ فردا راډیو ته کړې ده.

دا چې د ښوونځي د دغې زده کوونکې په سر کې د خونریزۍ لامل څه دی، په دې اړه لا هم کره معلومات نشته.

د ایران مذهبي پولیسو په وروستیو کې د حجاب اغوستو په نوم پر نجونو او ښځو قیودات زیات کړي، چې د ښځو اعتراضونو سره هم مخ شوي.
د ایران مذهبي پولیسو په وروستیو کې د حجاب اغوستو په نوم پر نجونو او ښځو قیودات زیات کړي، چې د ښځو اعتراضونو سره هم مخ شوي.

پیښه د تلې/یا میزان میاشتې په نهمه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ارمیتا ګراوند په ګډون درې نجونې چې اجباري حجاب یې نه درلود، د ایران د مترو په یوه تمځای کې له پولیسو سره مخامخ شوې.

هغو نجونو چې ارمیتا یې روغتون ته رسولې ویلي چې یوه پولیس تر لفظي شخړې وروسته ارمیتا په ځمکه ویشتلې چې ورسره هغه بې هوښه شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو په انځورونو کې که څه هم له پولیسو سره د شخړې د مهال کومه صحنه نه ښکاري، خو یوازې هغه صحنه ښکاري چې څو نجونو ارمیتا له لاس او پښو نیولې او د میترو نه یې بهر راباسي.

د فجر د روغتون سرچینې زیاته کړې، چې د روغتون په لومړي پوړ کې چې ارمیتا بستر ده ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه لیدل کیږي او هیڅ عام کس ته د تګ را تګ اجازه نه ورکوي.

د ایران د بشري حقونو یوشمېر ملاتړو د ګشت ارشاد پولیس تورن کړي چې د ښونځي دغه زده کونکې یې پر سر وهلې او شکنجه کړې ده، خو د ایران چارواکي وایي، له دغې نجلۍ سره هیڅ ډول فزیکي چلند نه دی شوی.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا لیکلي، ارمیتا د ټیټ فشار له کبله ضعف کړی او سر یې د مترو په اوسپنه لګیدلی دی.

مهسا امیني څه باندې یو کال وړاندې د حجاب نه مراعتولو په نوم پولیسو شکنجه کړه، چې د همدغو شکنجو له امله مړه شوه.
مهسا امیني څه باندې یو کال وړاندې د حجاب نه مراعتولو په نوم پولیسو شکنجه کړه، چې د همدغو شکنجو له امله مړه شوه.

په همدې حال کې د ایران د بشري حقونو ځینو فعالانو د ارمیتا ګراوند د وهلو پیښه د مهسا امیني له قضیې سره ورته بللې ده.

مهسا امیني څه باندې کال وړاندې د بشپړ حجاب نه مراعاتولو له کبله د پولیسو له خوا زنداني او شکنجه شوه چې وروسته یې روغتون کې سا ورکړه.

د مهسا د مړینې پیښې په ایران کې د دولت ضد پراخ اعتراضونه وپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG