د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

کاناډا پر اووه ایراني قاضیانو بندیزونه ولګول


ارشیف: د کاناډا پارلمان
ارشیف: د کاناډا پارلمان

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران په وړاندې د بندیزونو په دوام دا وار د ایران د اسلامي انقلاب د محکمې پر اووه تنو قاضیانو له بشري حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو په خاطر بندیزونه لګولي.

هغې زیاته کړه دغه بندیزونه د ایران په اړوند د خاصو اقتصادي اقداماتو له مخې او د امریکې، اروپايې ټولنې او برېتانیې له موافقې سره سم لګول شوي دي.

دا اووه کسان د اصفهان، مشهد، کرج، شیراز، ګورګان او تهران د انقلابي او جنایي محکمو قاضیان دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې دغه قاضیان د ایران د قضائیه قوې اصلي ستنې او د ایران د خلکو له اساسي حقوقو او ازادیو څخه د سختې او منظمې سرغړونې مرتکبین وبلل.

د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي زیاته کړه چې انقلابي محکمې د انقلابي ګارد او استخباراتو سره نږدې اړیکې لري چې د جعلي محاکمو د اعدام د حکمونو د صادرولو، د اوږدې مودې حبسونو او د بندیانو په ځورونې باندې معروفه دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د اعدام له سزا سره پر خپل مخالفت ټینګار وکړ.

د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، دغه هېواد د ایران پر رژیم فشارونو ته دوام ورکوي چې د خپلو خلکو مشروع شکایتونو ته ځواب ووايي او بشري حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي.

اعلامیه زیاتوي، د بشري حقونو، ازادیو او د خلکو ژوند ته درناوی او له وېرې، ظلم او تشدد څخه یوه خالي ټولنه د ایران د خلکو حق دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وايي، د تېرو میاشتو د مظاهرو په ترڅ کې د ایران خلکو غوښتل چې بشري حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي، خو حکومت اعدامونه، جبر او تهدیدونه زیات کړل.

کاناډا تر اوسه پورې د ایران د حکومت د سپاه پاسداران، استخباراتو، محاکمو او اقتصادي سکتور پر ۱۶۳ چارواکو او ۱۹۲ اړوندو ادارو باندې بندیزونه لګولي.

د تېر سپټمبر په نیمايي کې په ایران کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه پیل شول چې یوه ځوانه نجلۍ مهسا امیني چې د حجاب د نه اغوستلو په تور نیول شوې وه، د ارشاد پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

ایراني چارواکو د مظاهرو پر مهال په خلکو له ډېر فشار کار اخیستی او د بشري حقونو د مدافع ډلو په وینا په خلکو یې مخامخ ډزې کړي.

د ایران د بشري حقونو د مدافع ډلو د شمېرو له مخې په دغو تېرو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۵۳۷ کسان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG