د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ایراني پولیسو پر ښځو د حجاب د عملي کولو په موخه بیا ګزمې پیل کړي


ارشیف: ایران کې له حجاب پرته یو شمېر مېرمنې پلې روانې دي.
ارشیف: ایران کې له حجاب پرته یو شمېر مېرمنې پلې روانې دي.

د ایران په ښارونو کې د ځانګړو پولیسو له خوا ګزمې له سره پیل شوي ، څو پر ښځو د حجاب قوانین عملي کړي.

د ایران د پولیسو ویاند سعید منتظر المهدي پرون یکشنبې وویل چې دغه ګزمې به هغه کسان ځپي چې په عامه ځایونو کې غیرمعمولي جامې اغوندي او نورمونه تر پښو لاندې کوي.

د نوموړي د دې څرګندونو سره هممهاله په ټولنیزو رسنیو کې ناتایید شوي پوسټونه خپاره شوي چې د ایران په څو ښارونو کې د پولیسو د موټرو ګزمې لیدل کېږي.

د راپورونو له مخې پولیسو، د سینما لوبغاړی محمد صادقي وروسته له هغې ونیوه، چې په انلاین بڼه د یوې خپرې شوې ویډیو په وړاندې غبرګون کې یې یوه ویډیو خپره کړې وه.

په هغه ویډیو کې یوه ښځه لیدل کېږي چې ځانګړي پولیس یې نیسي.

هغه ویلي، کله چې دغسې یوه صحنه ویني، غواړي ځان ووژني.

د تهران ښاروالۍ اړوند نیمه دولتي ویبپاڼې همشهري ویلي، هغه په دې خاطر توقیف شوی چې خلک یې د پولیسو په وړاندې د وسلو کارولو ته هڅول.

د ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فرډا د راپور له مخې په ښارونو کې د حجاب د عملي کېدو لپاره د پولیسو د ګزمو د پیلېدو په اړه د ایران له پارلمان سره مشوره نه ده شوې.

راډیو فردا د پارلمان د ټولنیزو چارو د کمېسیون د رییس ولي اسماعیلي هغه خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، د ده په باور لیرې برېښي چې له پارلمان سره به بیا د اخلاقي امنیت د ټینګښټ په اړه همغږي یا توافق شوی وي.

هغه ټینګار کړی چې هر ډول فرهنګي او ټولنیز اقدام باید په مناسب ډول وشي.

د ایران د اخلاقي پولیسو ګزمې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د حجاب په تور د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته د پیل شویو څو میاشتو ناکراریو په نتیجه کې وځنډول شوې.

په دغو ناکراریو کې لږترلږه پنځه سوه کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور بندیان شوي دي.

د مهسا د وژلو خلاف په ګڼو هېوادونو کې ایراني ښځو لاریونونه وکړل - ارشیف
د مهسا د وژلو خلاف په ګڼو هېوادونو کې ایراني ښځو لاریونونه وکړل - ارشیف

دغوناکراریو له ۱۹۷۹ کال راهیسې چې په ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شوی د دې هېواد رژیم له لویو ننګونو سره مخامخ کړی و.

په ایران کې حجاب په ۱۹۸۱ کال د اسلامي انقلاب له بریالي کېدو دوه کاله وروسته پرله نهو کلونو لوړ عمر لرونکو نجونو او ښځو اجباري شوی دی.

په دې کلونو کې ډیرو ښځو له هغو اصولو سرغړونه کړې چې چارواکو د حجاب لپاره ټاکلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG