د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

اروپايي ټولنه د اعتراض کوونکو په ځپلو کې د ښکېلو ايراني چارواکو شتمني کنګلوي


د اروپايي ټولنې او ايران بيرغونه - ارشيف
د اروپايي ټولنې او ايران بيرغونه - ارشيف

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې، کاټرین کولونا (Catherine Colonna) پرون سې شنبه وویل، چې اروپايي ټولنه د هغو ایراني چارواکو د شتمنیو د کنګل کولو او پر سفرونو د بندیز هڅه کوي، چې د اعتراض کوونکو په ځپلو کې لاس لري.

د رویټرز اژانس په وینا، مېرمن کولونا د فرانسې د پارلمان غړو ته وویل، د اروپايي ټولنې په همغږۍ د دې اقدام هدف دا دی، څو پر هغو کسانو باید بندیز ولګول شي، چې د اعتراض کوونکو په ځپلو کې لاس لري او په دې ډول د خپلو اقداماتو له کبله حساب کتاب ورسره وشي.

هغې زیاته کړې چې دغه بندیزونه به د رژیم هغه څېرې هم په نښه کړي، چې خپل اولادونه یې په غربي هېوادونو کې دي او دوی په ایران کې اعتراض کوونکي ځپي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه هم د پلازمېنې تهران په ګډون د ایران په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه روان وو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره، کاټرین کولونا
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره، کاټرین کولونا

دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د پولیسو تر توقیف وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه او هلته یې د سپټمبر پر ۱۶مه ساه ورکړه. هغه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایتولو په تور د «ګشت ارشاد» پولیسو نیولې وه.

په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ تنه ښودل شوی دی.


د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي بالاخره چوپتیا ماته کړه او په ایران کې روان اعتراضونه یې د دښمن په ځانګړي ډول امریکا او اسرایل یوه پلان شوې توطیه وبلله.

خو د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ټول خلک یووالي ته راوبلل او اعتراض کوونکي یې کرارۍ ته وهڅول.

د اعتراضونو له پیله، د هنرمندانو، فعالانو او خبریالانو په ګډون په سلګونو کسان نیول شوي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي
د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي

بل‌خوا د ایران د بشري حقونو سازمان پرون په خپل تازه راپور کې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ تنه یاد کړ. ګومان کېږي واقعي شمېر تر دې خورا زیات وي.

دغه سازمان چې مرکزي دفتر یې په ناروې کې دی، ویلي، چی په وژل شویو کې ۹ تنه ماشومان هم شامل دي.

د دې سازمان په خبره، ډېر کسان په سیستان و بلوچستان، مازندران او ګیلان ولایتونو کې وژل شوي دي.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې پارېدلي اعتراض کوونکي د «ښځې، ژوند او ازادۍ» شعارونه ورکوي او په ځینو مواردو کې ښځې د اعتراض په ډول خپلو پړونو ته اور اچوي.

XS
SM
MD
LG